اروپا کې سیلابونه؛ د سلګونو تري تم شویو کسانو لټون دوام لري

جرمني او بلجیم کې ژغورندویه ډلو هڅې چټکې کړې چې وروستیو سیلابونو کې سلګونه نادرکه شوي کسان وژغوري. دغو سیلابونو کې تر اوسه د ۱۲۰ تنو مړینه رسمآ تائید شوې خو سلګونه نور نادرکه دي.

پر جرمني او بلجیم سربېره سویس، هالنډ او لوګزامبورګ کې هم سخت بارانونه ورېدلي.

د هالنډ لومړي وزیر د دغه هېواد یوه سویلي ولایت کې بیړنی حالت اعلان کړی.

اروپايي مشران د نړۍ د اقلیم بدلون لویدیځه اروپا کې په وخت د دغو بې سارو ورښتونو لامل ګڼي.

متخصصان وايي د ځمکې تودوخه د ورښتونو او سیلابونو لامل ګرځي.

نړۍ له صنعتي کېدو راهیسې د سانتیګراد په کچه ۱ اعشاریه ۲ درجې توده شوې ده.

د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر ویلي د سیلابونو د ویجاړیو لیدو حیران کړی دی.

وروستیو سیلابونو کې په دغه هېواد کې د وژل شویو کسانو شمېر پر ۱۰۰ تنو اوښتی دی.

"د نادرکه کسانو په اړه د اندېښنو ډېرېدل"

خرابې هوا او ستونزمن وضعیت جرمني کې ژغورونکې ډلې له ننګونو سره مخامخ کړي.

د دغه هېواد سیلاو ځپلو ایالتونو کې تلیفوني شبکې تر ډېره له فعالیت لویدلي، سړکونه ویجاړ دي او تر ۱۰۰ زرو د ډېر کورونو برېښنا پرې ده.

د جرمني ګڼ میشتي راینلنډ پالاټنیټ او شمالي راین وسټفالن ایالتونو کې خلکو ته تر نورو ډېر زیان اوښتی.

په راینلنډ پالاټنیټ کې چارواکو د جمعې پر ورځ رسنیو ته ويلي ۱۳۰۰ کسان لا نادرکه دي، خو شمېر یې د هر ساعت په تېرېدو راکمېږي.

خو د دغه ایالت کورنیو چارو وزیر روجر لېوېنتز وايي سیلابونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ښايي لوړ شي:

"چې کله د دومره اوږدې مودې لپاره له چا بې خبره پاتې کېږئ... باید د ناوړه وضعیت په اړه اندېښمن واوسئ."

د دغه ایالت یوه اوسېدونکي د فرانسي خبري اژانس ته ویلي نړېدلو ودانیو او سیلاب وړو موټرونو دې سیمې ته د جګړه ځپلي ښار بڼه ورکړې ده.

کارپوهان وايي حکومتونه باید د کاربن د تولید په کمولو سره د ځمکې د تودوخې پر وړاندې مقابله وکړي خو په ورته وخت کې د اقلیم له اړخه بې سارو شرایطو ته هم چمتو واوسي.

د بلجیم حکومت څلورو ایالتونو ته د پوځ سرتیري استولي.

د دغه هېواد لومړي وزیر د جون پر ۲۰مه د عمومي ماتم اعلان کړی.

له دې سره له فرانسې، ایټالیا او اتریشه ځواکونه د بلجیم لیژ سیمې ته خلکو سره د مرستې لپاره تللې دي.

د هالنډ په لیمبرګ ولایت کې زرګونه کسان د یوه بند د ماتېدو له کبله له خپلو کورونو وتلي.

خو په ماستریخت کې بیا د سیلاو اوبو د کچې له ټیټېدو سره خلک خپلو کورونو ته د ګرځېدو په حال کې دي. اروپا کې سیلابونه؛ د سلګونو تری تم شویو کسانو لټون دوام لري