اسراییل -غزه: هغه انځورونه چې د تاوتریخوالي شدت ښيي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په غزه کې یوه دنګه ودانۍ اسراییلو د پنجشنبې ورځې په هوايي برید کې ویجاړه کړه

په فلسطیني خاوره کې تاوتریخوالی او د اسراییلي پوځ او حماس ډلې بریدونو په غزه او نورو ښارونو کې وضعیت لا ترینګلی کړی دی.

د فلسطین د روغتیا وزیر ویلي د اسراییلو بریدونو کې تر ۱۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي او تر ۴۸۰ ډېر نور ټپیان دي وژل شویو کې لږترلږه ۱۷ یې ماشومان دي.

اسراییل وايي د دو هم اوه کسان وژل شوي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ډېره ویجاړي او مرګ ژوبله غزه کې شوې، هلته اسراییلو سلګونه هوايي بریدونه کړي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پنجشنبې په سهار اسراییلو د الولید په نامه ودانۍ ویجاړه کړه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، د اسراییلو بریدونو کې ماشومان هم وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ګڼ فلسطینيان له خپلو مېنو وتلي دي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اسراییل وايي، هوايي بریدونه یې پر اسراییلي ښارونو د توغندیو د توغېدو په غبرګون کې کړي دي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د اسراییلو سویلي اشکلان (عسقلان) ښار کې له غزي توغول شوي توغندي لګېدلي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اسراییلو د توغندیو د شنډولو په سیستم ځینې توغندي په هوا کې شنډ کړي دي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د واټونو لاریونونه هم پر تاوتریخوالي اوښتي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د اسراییلو سرحدي ځواکونو پر فلسطینیانو غږ لرونکی ګرنیټ ویشتلي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا په پنجشنبه هبرون کې د وضعیت یوه شېبه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د اسراییلو ګڼ ښارونه کې هم د یهودانو او عرب استوګنو ترمنځ د تاوتریخوالي شاهدان دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په بت یام ښار کې د دې موټر چلوونکی عرب په زور رایستل شوی او وهل شوی دی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، اسراییلو زرګونه پوځيان له غزې سره پولې ته استولي دي چې د ځمکنۍ جګړې پیلېدو وېره شته