راول کاسټرو ۶۰ کاله وروسته د کیوبا له کمونېست ګوند له مشرۍ لاس پر سر شو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، راول کاسټرو

د فیډل کاسټرو ورور، راول کاسټرو د کیوبا د کمونېست ګوند له کابو شپږ لسیزې مشرۍ وروسته د ګوند له مشرۍ استعفا کړې ده.

راول کاسټرو د کیوبا د انقلاب له مشرانو څخه و، او په ۱۹۵۹ کال د چي ګوارا په څېر کسانو، چې فیډل کاسترو هغه مهال ددې ګوند مشري کوله، د کیوبا د کمونېستي نظام بنسټ ټینګ کړ.

د هغه د استعفا وړاندوېینه شوې وه. له کابو شپږو لسیزو راهیسې دواړه وروڼه د کمونېست ګوند په مشرتابه کې پاتې شوي دي.

راول کاسټرو د ۱۹۳۱ کال د جولای پر ۳مه هاوانا کې زیږېدلی او په همدې ښار کې یې ښوونځی لوستی. وروسته یې د پلازمېنې پوهنتون کې اقتصاد ولوست.

راول کاسټرو د کیوبا په سنټیاګو کې پر مونکاډا پوځي اډه د ۱۹۵۳ کال نابریالي برید له طراحانو ګڼل کېږي، چې ده او ورور یې فیډل کاسټرو د جنرال باتیستا په مشرۍ د حکومت راپرځول غوښتل.

له برید وروسته، هغه ونیول شو او په ۱۳ کلونو زندان محکوم شو، خو به ۱۹۵۵ کال یې د بند موده وبخښل شوه او مکسیکو ته تبعید کړل شو.

همدا وو چې راول کاسټرو له چي ګوارا سره وپېژندل او هغه یې خپل ورور فیډل کاسټرو ته معرفي کړ، په دې سره راول د کیوبا د انقلاب له بنسټګرانو ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، راول کاسټرو لومړی ځل مکسیکو کې له چي ګوارا سره معرفي شو

راول کاسترو یو کال وروسته (د ۱۹۵۶ډیسمبر کې) کیوبا ته ستون شو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دې انځور کې راول -کیڼ- د ځوانۍ پرمهال، د چي ګوارا په ګډون له نورو انقلابیانو سره - ۱۹۵۹ کال

فیډل کاسټرو وروسته د کیوبا د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه او راول یې د پوځي انقلابي ځواکونو قومندان وټاکه، مخکې راول تر ۲۰۰۸ کال پورې ددغو ځواکونو مشر و.

د عکس سرچینه، Ullstein Bild

د عکس تشریح، راول کاسټرو- منځ کې- له خپلې مېرمنې او چي ګوارا سره

په ټولو هغو کلوو کې چې راول کاسترو د کیوبا د انقلابي پوځي ځواکونو مشري کوله، په زرغون رنګه جامو کې لیدل کېده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د فیډل او راول پلار د (ګنیو) یوه کرونده لرله، چې زامنو به یې هم تل پرې ویاړل او انځورونه به یې خپرول.

ګني د کیوبا د کرنې اصلي صنعت دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فیډل او راول کاسټرو ۶ لسیزې د کیوبا انقلابي مشر و.

فیډل کاسټرو له ۱۹۵۶ کال راهیسې د کیوبا د کمونېست ګوند نوي جوړښت رامنځ ته کړ او تر ۲۰۱۱ کال پورې د ګوند مشر و.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فیډل کاسترو په ۲۰۱۱ کال کې رسماً خپلې چارې خپل ورور راول ته وسپارلې

راول کاسټرو د خپل سیاسي فعالیت ډېره برخه له خپل مشر ورور فیډل سره تېره کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images

په ۲۰۱۵ کال راول کاسټرو د امریکا د هغه وخت له ولسمشر بارک اوباما سره روغبړ کې ژمنه وکړه چې د څه باندې ۶۰ کلونو دوښمنۍ ته خاتمه ورکړي.

د عکس سرچینه، MANDEL NGAN

دواړو مشرانو یو کال وروسته هاوانا ته د بارک اوباما د تاریخي سفر پرمهال یوځل بیا د باسکټبال لوبو پرمهال له یو بل سره ولیدل.

د عکس سرچینه، Getty Images

هغه د ۲۰۱۶ کال د نومبر پر ۲۵مه، د فیډل کاسټرو تر مړینې وروسته د خپل ورور مړی په یوه عادي هدیره کې خاورو ته وسپاره.

د عکس سرچینه، AFP

  • د ټولو انځورونو د خپرولو حقونه خوندي دي