شهزاده فېلپ: یو ژوند په انځورونو کې

د عکس تشریح، د اېډنبرا دوک د ۱۹۲۱ کال جون پر ۱۰ د یونان کورفو ټاپو کې وزېږېد. په نیکونو کې یې د ډنمارک، جرمني، روسیې او بریتانیا د شاهي کورنيو اړوند کسان شامل دي.

د عکس سرچینه، Getty Images / Alamy

د عکس تشریح، شهزاده فېلپ د یونان شهزاده اندریو او د باټینبرګ شهزادۍ الیک یوازینی زوی و

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شهزاده فېلپ فرانسه کې د امریکا مک جېنټ ښوونځي کې زدکړې پیل کړې. دې تصویر کې (له کيڼ لوري دویم) له ټولګیوالو سره لیدل کېږي. په اووه کلنۍ کې نوموړې له خپلو ماونټبېټن خپلوانو سره د اوسېدو لپاره انګلستان ته لاړ او په شورې سیمه کې وړکتون کې شامل شو.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، وروسته نوموړي په شمالي سکاټلنډ کې لیسه کې شامل شو او په سپورت کې یې ونډه جووته وه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، داسې باور کېږي چې دا لومړي ځل و، چې د شهزادۍ الیزابیت (له کیڼ لوري درېیمه) او هغه مهال د یونان او ډنمارک شهزاده فېلپ ( چې هغه مهال د سمندري ځواک نوی افسر و) په یوه ګډ تصویر کې ولیدل شول. دا تصویر په ۱۹۳۹ کال جولای پر ۲۳ دارتماوت کې د سمندري ځواک کالج لیدنې پر مهال اخیستل شوی.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال شهزاده فېلپ په والیانټ نومې جنګي بېړۍ کې د سمندري ځواک د افسر په حیث دنده درلوده.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، د شهزادۍ الیزابیت او شهزاده فېلپ د کوژدې رسمي اعلان د ۱۹۴۷ په جولای کې وشو.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، د همدې کال د نومبر پر ۲۰ د دوی واده وشو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو عکاس د اډنبرا دوک دا تصویر په ترکیه کې هغه مهال واخیست چې نوموړي وروستی ځل د جنګي بېړۍ د قومندان په توګه هلته دنده تر سره کوله.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، دې تصویر کې شهزاده د روهیمپټن له لوري د پولو سیالیو په نیمه پایلوبه کې د لوبې پر مهال لیدل کېږي. دی په بریتانیا کې د پولو له خورا وتلیو لوبغاړو یو و.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، شهزاده د کرېکټ لوبې هم غوره لوبغاړی و او په دې تصویر کې د کرېکټ له وتلیو لوبغاړو سره یو ځای په یوه لوبه کې لیدل کېږي.
د عکس تشریح، دوک او ملکه څلور اولادونه لري، (له کیڼ لوري) اېډورډ، اندریو، آن او چارلس

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، د ملکې او شهزاده د واده پر ۲۵ کلیزه دواړه بالمورال کې په خپل جایداد کې د یوې کروندې منځ کې لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، ۱۹۷۷ کال کې چې ملکې د واکمني ۲۵ کاله وشول، شهزاده له ملکي سره یو ځای په فبرورۍ میاشت کې د نیوزیلنډ په یو لړ مراسمو کې یو ځای لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، د همدې کال په وروستیو کې ملکه او شهزاده د بریتانیا او فرانسې په ګډون چمتو شوې الوتکې کانکرډ ته د هرکلي په پار لاس ښوروي.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، د ۱۹۷۷ کال اګست کې د ملکې خپلوان لارډ لویس ماونټبېټن په (ای ار اې) له لوري په خپله کښتۍ کې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو. شهزاده هغه مهال په فرانسه کې مراسمو کې ګډون کړی و او د خبر له اورېدو سملاسي وروسته ستون شو.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، د چاپیریال ساتنه او پاملرنه ټول عمر د شهزاده فېلپ په لومړیتوبونو کې شامله وه.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، ۱۹۸۵ کال کې د هوايي ځواک مراسمو کې د ګډون پر مهال ادنبرا دوک هغه مهال د کوچنیو شهزادګانو ویلیم او هري په ګډون د خپلې کورنۍ تر څنګ لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، ۱۹۹۶ کال کې شهزاده بریتانیا ته د سویلي افریقا د هغه مهال ولسمشر نېلسن منډيلا د سفر پر مهال د هغه هرکلی کوي.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، شهزاده فېلپ تر شپیته کاله ډېر تل د ملکې د واکمني ملاتړی و.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، شهزاده په ۲۰۱۰ کال کې اډنبرا دوک زرینې جایزې ګټونکو ځوانانو په منځ کې لېدل کېږي.

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، په ۲۰۰۵ کال کې د دغې سیالۍ په ګډون شهزاده د عمر تر وروستیو پورې د سپورت مینه وال پاتې شو.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د شهزاده فېلپ د لمسي شهزاده ویلیم او کاتراین میډلټون د واده مراسمو مبارکۍ ته زرګونه کسان راټول شوي وو.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د ملکې واکمنۍ شپیته کلنۍ په مناسبت مراسمو پر مهال شهزاده ګډونوالو ته د هرکلي په مناسبت لاس ښووري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شهزادۍ آن له شهزاده فېلپ سره ۲۰۱۲ کال کې د مراسمو پر مهال یو ځای لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، د ملکې واکمنۍ ۶۰ کلنۍ په مناسبت شهزاده فېلپ د ویسټ منسټر په یوه کلیسا کې لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، بلفاست کې د مېلمنو کتاب لاسلیکولو پر مهال.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، وندسر ماڼۍ کې د یادګاري مراسمو پر مهال

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، شهزاده فېلپ له خپل زوی شهزاده چارلس سره د مراسمو پر مهال

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، په بيډفورډ شير سیمه کې د یوه نوي ژوبڼ پرانیستې مراسمو کې له ملکې سره یو ځای لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، په مانچسټر کې د اریانا ګراندې کنسرت کې د وژل شویو کسانو په یاد له ملکي سره یو ځای بکنګهم ماڼۍ کې د یوه دقیقه خاموشۍ پر مهال.

د عکس سرچینه، PA Media

د عکس تشریح، شهزاده فېلپ د بریتانیا په شاهي تاریخ کې تر ټولو ډېر عمر د ملکې د ژوند ملګری پاتې شو.

د ټولو عکسونو کاپي رایټ خوندي دی.