جو بایډن: اوس د پاڼې بدلولو وخت دی
د عکس سرچینه، Reuters
وروسته له هغه چې د امریکا ټاکنیز کالج جو بایډن د تېر نومبر میاشتې د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ نوموړي ویل "اوس د پاڼې بدلولو وخت دی. "
د بري له اعلان وروسته ښاغلي بایډن په یوه وینا کې وویل د امریکا دیموکراسي "ټېل وهل شوه، وازمایل شوه او وګواښل شوه خو ولسواکي وښودله چې ریښتنې او پیاوړې ده. "
ښاغلي بایډن د ولسمشر ټرمپ هڅې چې د ټاکنو پایلو د بدلولو په خاطر یې وکړې وغندلې.
په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین ښاغلي بایډن ته د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بري مبارکي ویلې ده.
ډېرو نورو نړیوالو مشرانو د نومبر د دریمې له ټاکنو څو ورځې وروسته ښاغلي بایډن ته د بري مبارکي ویلې وه خو مسکو وايي دوی انتظار کاوه چې د ټاکنو رسمي پایلې اعلان شي.
د امریکا د ټاکنیز کالج د ۵۰ ایالتونو استازو په یوه غونډه کې د تېر نومبر د دریمې په ولسمشرۍ ټاکنو کې ډیموکراټ جو بایډن بریالی اعلان کړ.
د ټاکنیز کالج د پایلو له مخې، جو بایډن ۳۰۶ رایې ګټلې، خو د ولسمشر کېدو لپاره یې ۲۷۰ رایو ته اړتیا وه.
په مقابل کې ولسمشر ټرمپ ۲۳۲ رایې خپلې کړې دي.
د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم دا اعلان تشریفاتي بڼه لري، خو د امریکا د اساسي قانون له مخې د ټاکنیز کالج د ۵۳۸ استازو دا غونډه په ایالتونو کې اعلان شوې پایلې رسمي کوي.
د امریکا هرو ولسمشرۍ ټاکنو پسې د دسمبر له دویمې چارشنبې وروسته په لومړۍ دوشنبه د ټاکنیز کالج غونډه جوړېږي.
د دې پایلو له اعلان وروسته جو بایډن تلوېزوني وینا کې دا هم وویل، چې د خلکو غوښتنه برلاسې او ولسواکي جاري شوه:
"ما او کماله هرېس ۳۰۶ رایې وګتلې، دا هغه شمېر دی چې ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې ګټلې او پرېکند بری یې باله. زه هم د نوموړي د همغو خبرو له مخې سږنیو ټاکنو کې پرېکند بری ګټم."
د نوموړي په خبره، تر ۸۱ میلیون ډېرې رایې یې ګتلې چې دا د امریکا تاریخ کې خورا لوی شمېر دی:
"د رایو ګټلو کې له سیال سره تر ۷ میلیون رایو ډېر توپیر لرم. دا هرڅه د امریکا د ولسواک نظام کارندوالی ښيي."
نوموړي د خپلې ډلې او خلکو مننه وکړه او هم یې له امریکایانو وغوښتل چې د ټاکنیزو منډو ترړو حالت پرېږدي او د راتلونکي لپاره سره یو موټی شي.
اوس به څه کېږي؟
د عکس سرچینه، Reuters
د ټاکنیز کالج پایلې واشنګټن ډي سي ته استول کېږي او مرستیال ولسمشر مایک پېنس په مشرۍ یې د جنورۍ پر شپږمه د کانګرس دواړه جرګې شمېري.
دې سره به جو بایډن ته لار جوړه شي چې د جنورۍ پر ۲۰ د ولسمشرۍ لوړه وکړي.
تېره میاشت ولسمشر ټرمپ وویل، که ټاکنیز کالج جو بایډن ګټونکی اعلان کړي، نو دی به د ولسمشرۍ دفتر پرېږدي.
که څه هم ټاکنو کې یې د درغلۍ بې سنده ادعاوې کړې، خو داسې نښې هم شته چې ترې تېر شي.
د ټاکنو سیستم
د عکس سرچینه، Getty Images
امریکایان په حقیقت کې په ټاکنیز کالج کې خپلو ایالتي استازو ته رایې ورکوي او وروسته دا کسان د پرونۍ غونډې په څېر د ولسمشرۍ د یوه نوماند صندوق ته رایه ورکوي.
دا مهال د امریکا ټاکنیز کالج ۵۳۸ استازي لري؛ ۴۳۵ د ولسي جرګې غړي، سل د مشرانو جرګې غړي او درې هم د واشنګټن ډي سي استازي.
د یوه ایالت د ټاکنیزو رایو شمېر هم د همغه ایالت د وګړو له مخې ټاکل کېږي.
کلیفورنیا چې ۴۰ میلیون وګړي لري، ۵۵ ټاکنیزې رایې لري او وایومینګ چې نږدې نیم میلیون وګړي لري، درې ټاکنیزې رایې لري.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته