ایرانی لوبغاړی چې ټرمپ یې د نه اعدامېدو غوښتنه کړې
د عکس سرچینه، Twitter
په ایران کې دولتي تلوېزیون د شنبې په ورځ یو وېديويي کلیپ خپور کړی، چې په اعدام د محکوم شوي غېږنیونې اتل نوید افکاري خبرې پکې راخیستل شوې او دی مني چې د ۲۰۱۸ کال حکومت ضد مظاهرو پرمهال یې یو ساتونکی وژلی دی.
د افکاري وروستۍ وېډیو په ایران کې د بندیانو د اعتراف وروستۍ هغه ده چې د حقوقي ډلو له خوا د حکومت دا کړنه غندل شوې ده.
افکاري په دې وېډیو کې د اوبو د شرکت یوه امنیتي کارمن په اړه وايي: "دوه ګوزاره مې پرې وکړل".
خو په یوه بله وېدیو کې چې پر خواله رسنیو خپره شوې ده، وايي په زور اعتراف ترې اخیستل شوی دی.
د افکاري د اعدام په اړه نړیوالو نیوکې کړې دي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ایراني چارواکو غوښتي چې دغه ۲۷ کلن لوبغاړی اعدام نه کړي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په یوه ټوېټ کې لیکلي وو: "د ایران مشرانو ته، ډېر به مو منندوی یم که د دغه ځوان ژوند وژغورئ او اعدام یې نه کړئ".
تر لسو زرو ډېرو کسانو د افکاري د ژغورل کېدو غوښتنلیک لاسلیک کړی دی.
فعالان وايي، افکاري اوس د عنبر په نامه زندان ته لېږدول شوی دی.
په ایران کې یوې عالي محکمې دوه ځله د افکاري د اعدام حکم تایید کړ.
پر نوموړي تور دی چې یو ساتونکی یې تر مرګه وهلی دی.
په ایران کې د بشري حقونو د فعالانو د څرګندونو له مخې، د افکاري پر دوو وروڼو (وحید او حبیب) هم په ورته قضیه کې د ۵۴ او ۲۷ کلونو بند سزا ختلې ده.
د افکاري د کورنۍ وکیل حسن یونسي ویلي، ددې کورنۍ درې بچیان هممهاله نیول شوي چې درې سره وروڼه اوس یوه نامالوم ځای ته لېږدول شوي او هېڅ لاسرسی ورته نه کېږي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته