امریکا وینزویلا ته "د ایران صادراتي تېل وګرځول"

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

امریکا وايي،د هغو څلورو بېړیو بار یې ګرځولی چې له ایران یې وینزویلا ته تېل وړل.

والسټریټ جورنال چې اول دا خبر خپور کړ وايي، دا بېړۍ د امریکا په تګزاس ایالت کې هوسټن بندر ته تاو شوې دي او ژر به هلته ورسېږي.

امریکا د ایران د تېلو پر پلور بندیز لګولی دی.

د امریکا څارنوالۍ دې بندیزونو ته په پام له یوې محکمې د دې بېړیو د درولو اجازه اخیستې وه.

د امریکا د عدلیې وزارت ویاند دې خبر ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

رپوټ کې دا هم راغلي چې کله بندر کې بېړۍ ودرېږي، نو څو لوړپوړي چارواکي به یې وویني.

د ایران غبرګون

وینزویلا کې د ایران سفیر حجت سلطاني دا خبر د امریکا رواني جګړه او د دې بېړیو ایرانیتوب یې درواغ بللی دی:

"نه د ایران بېړۍ دي او نه هم مالک یا یې بیرغ په ایران پورې تړلی دی."

د والسټریټ جورنال رپوټ کې اشاره شوې چې د جورج جیالوزګول او د هغه زوی ماریوس د دې بېړیو د ملکیت یا ګټې اخیستلو حق لري.

ویل کېږي بېړۍ له نښتې پرته د امریکایانو لاس ته ورغلې دي.

اسوشېټېډ پرېس هم رپوټوي چې امریکايي چارواکو د بیمې شرکتونو، د بېړیو څېښتنانو او ماڼوګانو ته د بندیزونو په ګواښ سره دوی مجبور کړل چې بېړۍ ور وسپاري.

دا خبري اژانس وايي، له مودې راهیسې د دې بېړیو درک الې غلې وې.

لونا او پنډي بېړۍ د جولای پر لسمه خپل درک خاموش کړ او دا هغه وخت و چې د دوی د نیولو فرمان صادر شو.

د امریکا څارنوالۍ د دوو نورو بېړیو برینګ او بلا د نیولو غوښتنه هغه مهال هم وکړه، چې دوی د افریقا لوېدیځ کې وې.

د امریکا حکومت خپله غوښتنه کې دعوه کړې چې د ایران د سپاه پاسدران سره تړلی یو ایرانی سوداګر دې معامله کې ښکېل دی.

دوی وايي، دغه کس د قراردادي شرکتونو جوړولو سره چې د ځینو مالکان هم نور کسان دي هڅه کوله د بېړیو درک ورک کړي.

امریکا سپاه د ترهګرو ډلو نوملړ ته ور زیاته کړې ده او پر ایران او وینزویلا یې هم سخت اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

امریکا د ډېر فشار سیاست سره غواړي ایران د اټومي او توغندیز پروګرام او سیمه ییزو هڅو پر سر خبرو ته تیار کړي.

ایران چې د امریکا له پخواني حکومت او پنځو نړیوالو قدرتونو سره اټومي تړون کړی و، وايي، د بیا خبرو لپاره کوم دلیل نشته.

ایراني چارواکي د خبرو لپاره د بندیزونو لرې کول مخ شرط اېښی دی.