د حج مراسم په انځورونو کې

د کورونا وېروس له امله سږ کال د حج مراسم د ځانګړو شرایطو او روغتیايي احتیاطي تدابیر په لړ کې تر سره کیږي چې یوازې شاوخوا لس زره تنه په کې برخه لري. سعودي چارواکي وايي مراسم له ټاکل شوي پلان او د ځانګړو تدابیرو په پام کې نیولو سره ترسره کیږي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، سږنیو مراسمو کې د کعبې او ( حجر الاسود ) لمس کول منع شوي، حاجیان باید ماسک ولري او د لمانځه لپاره خپله ځانګړې مصلی ( جای نماز ) له ځان سره ولري.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د روغتیايي تدابیرو لړ کې په سږنیو حج مراسمو کې د ګډونوالو د کورونا وېروس لپاره طبي معاینه هم شوې ده.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په تېرو کلونو کې شاوخوا دوه ملیونه کسانو د حج مراسمو کې برخه اخستله خو سږ کال یوازې شاوخوا لس زره تنه دې مراسمو کې ګډون لري.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، سږ کال په حج مراسمو کې د ګډون یوازې سعودي کې مېشتو کسانو ته اجازه ورکړل شوې ده.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د عرفات په خطبه کې شیخ عبدالله المنیع مسلمان صبر او زغم ته را وبلل.

د عکس سرچینه، SAUDI HAJJ MINISTRY

د عکس تشریح، شیخ عبد الله المنیع وویل اسلامي شریعت دحقونو او د مال او وینې ساتلو لپاره را غلی. پر نورو تېری او ضرر رسول یې حرام کړی، د شخړو رامنځته کول او د ترهګرۍ ملاتړ او پر ځمکه فساد یې منع کړی.