کورونا وېروس: په امریکا کې د نویو ناروغانو شمېر په چټکۍ ډېر شوی
د عکس سرچینه، Getty Images
په امریکا متحدو ایالتونو کې د کورونا وېروس نویو ناروغانو شمېر خورا په چټکۍ ډېرېږي. د چهارشنبې پر ورځ ۵۲ زره نوي ناروغان ثبت شوي دي.
د هېواد په سویلي او لوېدیځو ایالتونو کې د نویو ناروغانو شمېر خورا په چټکۍ سره ډېر شوی دی او یو شمېر ایالتونو د قرنطین نرمښت ځنډولی دي.
په دغه هېواد کې د جان هاپکنزو پوهنتون مسوولین وايي ۲۷ لکه کورونا ناروغان ثبت شوي دي او نژدې ۱۲۵ زره کسان له همدې کبله مړه شوي دي.
د پاکستان په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې چارواکي وايي، د کورونا وېروس مخنیوي اقداماتو لړ کې په ښاري حدودو کې د اختر قرباني لپاره د څارویو منډيي یا بازار جوړولو اجازه نه ورکوي.
د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني وايي، د کوټې ښار په څنډو کې د څارویو د پلور یوه بازار اجازه ورکړل شي، چې کارکوونکي به ماسک کاروي او دغه بازار ته به د ماشومانو او سپین ږیرو پر ورتګ بندیز ولګول شي.
ځايي چارواکي وايي، په ټوله صوبه کې د مالونو پېر او پلور بازارونه څارل کېږي او د خوندیتوب له اقداماتو سر غړونکي به سملاسي مجازات شي.
په خیبر پښتونخوا کې د بلدیات مرستیال کامران بنګښ وايي، په ښاري سیمو کې به د څارویو پېر او پلور بازارونه ممنوع وي او د دغه ډول بازارونو لپاره به جواز او څارنه شرط وي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا په کالفورنیا کې یو ځايي سړی چې د کورونا مخنیوي قرنطین پر مهال یې ټولنیز واټن نه و مراعت کړی، پر کورونا له اخته کېدو وروسته مړ شوی دی.
په یوه مېلمستیا کې له ګډون وروسته ۵۱ کلن تامس میکیس پر کوویډ - ۱۹ ناروغي اخته شو او له هغه وروسته یې پر فېسبوکپاڼه ولیکل:
'دا ټوکې نه دي. '
نوموړي دغه راز له خلکو غوښتي چې بې ماسکه بهر ته و نه وځي او په احتمالي ډول یې کورنۍ ته د ناروغي لېږدولو له کبله بښنه غوښتې:
''ما د خپل حماقت له کبله د مور، خوېندو او کورنۍ روغتیا له خطر سره مخامخ کړه، دا ډېره خواشینونکې تجربه ده. ''
د ټرمپ دریځ کې بدلون
د عکس سرچینه، AFP
بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ماسک کارولو په تړاو خبره بدله کړې او ویلي یې دي، د ماسک اغوستلو پوره ملاتړ کوي او که له نورو سره تړلي چاپېریال کې وي، نو پخپله به هم ماسک واچوي.
ولسمشر ټرمپ له فاکس نیوز تلوېزونه سره مرکه کې د پخوا اپوټه (برعکس) د کورونا مهارولو لپاره د ماسک کارولو په تړاو یو مخ متفاوت نظر درلود: "پوره ملاتړ یې کوم".
خو د ماسک اجباري کولو سره یې مخالفت وکړ.
امریکا کې ځینې ښۍ ډلې د کورونا د مخنیوي لپاره د ماسک اجباري کولو او نورو اړینو محدودیتونو سره مخالفې دي او د خپلې ازادۍ خلاف یې بولي.
ښاغلی ټرمپ پخپله کورونا وېروس ته په ځوابي چلن او ماسک کارولو ته د لږ اهمیت ور کولو له امله له ډېرو نیوکو سره مخ دی.
نوموړي مخکې ویلي و، د ولسمشر په توګه ځان له ماسک سره تصور کولی نه شي.
هغه څه مهال مخکې د یوې کارخونې په لیدلو کې خبریالانو ته وویل، د دوی په مخ کې ځکه ماسک نه کاروي، چې بیا یې له ماسک سره له انځور خوند اخلي.
ښاغلي ټرمپ د کورونا لومړیو کې دا وېروس کم اهمیت وباله او وروسته یې په تړاو داسې خبرې کولې چې له علمي موندنو سره په ټکر کې وي.
خو پر نوموړي سربېره د برازیل ولسمشر ژایر بولسونارو او د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي هم هغه مشران دي چې د کورونا لومړیو کې یې دا وبا کم اهمیته بلله.
د امریکا مختلفو ایالتونو د کورونا پېزوانولو یا مهارولو لپاره د محدودیتونو کمولو پروګرامونه ځنډولي دي.
ریکارډ پېښې
د عکس سرچینه، AFP
امریکا کې په تېرو ۲۴ ګړیو کې په کورونا ۵۲ زر ۹ سوه ۸۲ کسان اخته شوي چې په خپل ډول کې تر ټولو لوی شمېر او یو ریکارډ دی.
د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، دې سره امریکا کې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر دوه میلیونه او شپږ لکه کسانو واوښت.
په دغه هېواد کې له یو لک ۲۸ زرو ډېر کسان هم له دې ناروغۍ مړه شوي دي.
د امریکا د ویروسي ناروغیو د مرکز مشر ډاکټر انټوني فاوچي له دې مخکې خبرداری ور کړی و چې دغه هېواد کې د کورونا خپرېدلو چټکي کمه شوې نه ده او ښايي امریکا کې ورځانه له یو لک ډېر کسان په دې وېروس اخته شي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته