کورونا وېروس: د وبا خپرېدو له خبرداري سره سره د توکمپالنې ضد مظاهرې
د عکس سرچینه، Getty Images
د برتانیا په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د کورونا وېروس خپریدو له خبردراي سره سره ګڼ خلک د توکمپالنې او پولیسو ظلم پر ضد مظاهرې کوي. په واشنګټن ډي سي، واراسايي ماڼۍ ته څېرمه او د مادرید پراډو موزیم هغه ځایونه دي، چې ویل کېږي، دغه ډول مظاهرې پکې کېږي.
د واشنګټن ډي سي پولیسو مشر د شنبې ورځې مظاهرې په تړاو وايي چې 'ښايي دا زموږ د ښار له ډېرو لویو مظاهرو یوه وي'. د ې ته ورته احتجاجونه د نړۍ په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم کېږي.
د برتانیا پلازمېنه لندن کې د پارلمان مخې ته ګڼ شمېر خلک داسې حال کې یو ځای شوي وو، چې د کورونا وېروس خپریدو مخنیوي لپاره له خلکو غوښتل شوي چې په ګڼه ګوڼه کې له برخه اخیستو ډډه وکړي.
بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په عامه ځایونو کې د ماسک کاروول د کورونا وېروس خپریدو مخنیوي کې مرسته کولای شي.
د عکس سرچینه، Twitter/christinamobley via PA Media
هند کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس نژدې ۱۰۰ زره ناورغان ثبت شوي دي، چې ورسره دغه هېواد د ناروغانو ټولټال شمېر له پلوه له ایټالیا هم مخکې شو. هند اوس د ناروغانو شمېر له پلو په نړۍ کې شپږم ځای خپل کړی.
دا مهال په دغه هېواد کې د کورونا ۲۳۶۶۵۷ ناروغان ثبت شوي او ۶۶۴۹ کسان له همدې کبله مړه شوي دي.
رپوټونو کې ویل شوي، د دغه هېواد په ګڼ مېشتي ښار ممبۍ کې روغتونونه په ټپه درېدو ته نژدې شوي او دغه راز په پلازمېنه ډیلي کې د نویو ناروغانو بستري کېدو ته ځای په ختمېدو دی.
د عکس سرچینه، AFP
بل لور ته د ایټالیا بهرنیو چارو وزیر لویګي دي مایو وايي، هیله من دی چې نور اروپايي هېوادونه به د ایټالویانو لپاره د جون میاشتې له ۱۵ وروسته د تګ راتګ لپاره پولې پرانیزي.
ایټالیا د جون له درېیمې راهیسې د اروپایانو لپاره خپلې پولې پرانیستې دي، خو ډېری نورو اروپايي هېوادونو د اروپایانو پر مخ خپلې پولې تړلې دي. ایټالیا د کورونا ناروغۍ له کبله د مړینې برخه کې څلورم ځای لري.
د جان هاپکنزو پوهنتون د شمېرو له مخې ایټالیا کې تر اوسه د دغې ناروغۍ له کبله ۳۳ ۷۷۴ کسان مړه شوي دي.
بل لور ته اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي چې د جون له ۱۵ وروسته پر قرنطین کې نرمښت راولي او له پاسپورټه پرته خلکو ته اجازه ورکړي چې نورو اروپايي هېوادونو ته سفر وکړي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته