روسیه کې د دویمې نړیوالې جګړې د بري کلیزه په پیکه بڼه ولمانځل شوه
د عکس سرچینه، EPA
روسیه کې د دویمې نړیوالې جګړې پای کې پر نازي جرمني د بري ۷۵ مې کلیزې مراسم په داسې حال کې ولمانځل شول، چې د کورونا وېروس مخنیوي په موخه دودیز پراخ پوځي مارشونه تر سره نه شول.
په دې پیکه مراسمو کې ولسمشر پوتین د جګړې یادګاري څلي سره د تل بلندې لمبې مخې ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.
روسیان چې و نه توانیدل په عام محضر کې دغو مراسمو کې ګډون وکړي، پر انټرنېټ یې د کورنیو تصویرونه خپاره کړل او د جګړې کیسې یې سره شریکې کړې.
د عکس سرچینه، EPA
د شنبې پر ورځ په روسیه کې د ۲۴ ساعتونو موده کې دویم ځل د کورونا وېروس ۱۰ نوي ناروغان تایید شول.
د پخواني شوروي اتحاد په غړو هېوادونو کې په دې مناسبت پراخ مراسم دود دي، چې په شریکه یې په دویمه نړیواله جګړه کې د ۲۶ میلیونو کسانو قرباني ورکړې.
په اوسنیو مراسمو کې جیټ الوتکو د مسکو په اسمان کې الوتنې وکړې، د روسیې د بېرغ درې رنګونه یې په هوا کې خپاره کړل او د پوځیانو یوې ډلګې د کریملین له دېوال سره د ولسمشر پوتین پر وړاندې مارش پاسټ یا رسم ګذشت تر سره کړ.
د عکس سرچینه، Reuters
د روسیې ملي ټلویزیون بیا د پروسږني مارش تصویري کلیپونه خپاره کړل. خو په بېلاروس کې بیا ولسمشر الکساندر لوکاشنکو د کورونا وېروس خطر رد کړ، او ګڼو خلکو د بریا ورځې په مراسمو کې ګډون وکړ.
ښاغلی لوکاشنکو د منڅک ښار په مراسمو کې په پوځي یونیفورم کې راڅرګند شو او ویې ویل چې د هېواد لپاره یې ممکنه نه ده چې د دغو مراسمو لغو کول ومني.
تېره میاشت روسي ولسمشر ولادیمر پوتین د دې مراسمو لمانځل لغو اعلان کړل، چې معمولاً پکې د پوځیانو او رضاکارو کتارونه، د سره پوځ له تاریخي وسایطو او عصري پوځي تجهیزاتو سره د مسکو په سره میدان کې مارشونه کوي.
د عکس سرچینه، EPA
د شنبې پر ورځ ښاغلي پوتین وویل، روسیه به دغه مراسم په (لا پراخه کچه او تشریفاتي بڼه ولمانځي) خو په کومه راتلونکې ورځ.
د روسیې په ځینو برخو کې د مارچ له وروستیو راهیسې قرنطین تدبیرونه پلي شوي، خو دا مهال د کوویډ - ۱۹ ناروغانو د شمېر له پلوه په نړۍ کې پنځم ځای لري، چې ۲۰۰ سوه زره ناروغان پکې ثبت شوي دي.
د عکس سرچینه، Reuters
په یوه وینا کې چې له ټلویزیونه خپره شوه، ولسمشر پوتین وویل:
''زموږ رضاکارو د ژوند لپاره جګړه وکړه، د مرګ پر ضد او موږ به تل د دوی یو موټیوالي او استقامت ته ژمن پاتې شو. موږ پوهېږو او کلک باور لرو چې کله موږ یو موټی یو نه ماتېدونکي یو. ''
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته