د کرونا ویروس ضد لومړني درمل
د عکس سرچینه، JONATHAN KLEIN
د تایلنډي ډاکټرانو په وینا له کرونا ویروس څخه د اغېزمنو ناروغانو په درملنه کې یې د زکام او اېچ ای وي ویروس د ګډ درمل په کارولو سره د بریالیتوب لومړي پوړ ته ور ختلي او د دې درمل له کارولو ۴۸ ساعته وروسته په زړه پورې پایله ترلاسه کېدای شي.
د یکشنبې په ورځ برتانوي خبري اژانس رویټرز ته د بینکاک د راجهوتي روغتون ډاکټرانو وویل، دا نوي درمل یې د یوې ۷۰ کلنې مېرمنې په ګډون له کرونا وایروس سختو اغېزمنو ناروغانو ته ورکړي چې د چین په ووهان کې له کرونا ویروس اغېزمن شوي و او دې نوې لار سره یې خورا ښه نتیجه ترلاسه کړې ده.
د اېچ ای وي او زکام د درملو له یوځایوولو جوړ درمل یې دې ناروغانو ته ورکړي او ۴۸ ساعتونو کې د دې ناروغانو وضعیت ښه شوی دی.
په روغتونو کې د سږو د درملنې د ډاکټر په وینا، هغه ناروغان چې لس ورځې مخکې له کرونا ویروس اغېزمن شوي وو، د دې درمل له کارولو ۴۸ ساعته وروسته یې په معایناتو کې ویروس ونه موندل شو.
د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټرانو زیاته کړه دا درمل ګټور ثابت شول، خو د کرونا ویروس د اصلي درملو له بللو مخکې پرې نورو څېړنو ته اړتیا شته.
په چین کې د روغتیا د ادارې چارواکي د زکام او اېچ ای وي ویروس ګډ شوي درمل کاروي.
د تایلنډ د ډاکټرانو په وینا د دې ګډو درملو کارول د ناروغانو په وضعیت کې ښه والی راولي.
د عکس سرچینه، MLADEN ANTONOV
یو بل ډاکټر وايي، پر دوو ناروغانو یې دا ډول درمل وکارول چې پر یوه یې منفي اغېز وکړ او د بل حالت ښه شو.
په تایلنډ کې د روغتیا د برخې مشر جنرال سومسک اکسلم بیا وايي چې په نړېواله کچه دودیزه لار یې خپله کړې خو ډاکټرانو د زکام درمل ډېر کړل چې پایله یې مثبته وه.
په تایلنډ کې د کرونا ویروس ۱۹ ناروغان وپېژندل شول، په دوی کې اته تنه یې ښه شول او کورونو ته ستانه شول خو ۱۱ یې لا هم درملل کېږي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته