قزاقستان کې الوتکه غورځېدلې او ۱۵ کسان پکې وژل شوي
د عکس سرچینه، AFP
په قزاقستان کې یوه الوتکه چې ۹۸ مسافر او د الوتکې کارکوونکي پکې سپاره وو، غورځېدلې ده. تر اوسه د ۱۵کسانو د وژل کېدو خبر تایید شوی دی.
د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د دوی لومړني معلومات په ډاګه کوي چې په وژل شویو کې شپږ ماشومان هم شامل دي.
د چارواکو په خبره، د "بېک ایر" هوايي شرکت اړوند الوتکه نن (مرغومی ۶/ډسمبر ۲۷) له الماتای هوايي ډګره له الوتنې څو شیبې وروسته غورځېدلې ده.
د اته ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۵ کسان نژدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د رویټرز خبري اژانس یو خبریال چې په سیمه کې و وايي، د سیمې هوا له غباره ډکه وه.
الوتکه له الماتای نه د ددې هېواد بل ښار نورسلطان (استانا) پر لور روانه وه. د الوتکې د سقوط لامل تراوسه معلوم نه دی.
د هوايي ډګر چارواکو ویلي چې ځینې کسان ژوندي پاتې دي. د دوی په خبره په الوتکه کې ۹۳ مسافر او ۵ د الوتکې خدمه وه.
په ځینو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې سیمې ته او ورژونکي ور رسېدلي دي او د یوې مېرمنې غږ اورېدل کیږي چې امبولانس غواړي.
چارواکو ویلي د پېښې د لامل د معلومولو لپاره به یو کمېسیون وټاکي.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت له قربانیانو سره خپله "ژوره خواشیني" ښودلې او زیاته کړې یې ده چې اړوند مسؤلینو سره به قانوني چلند وشي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته