د ۲۰۱۹ کال د ښکلا ملکه
د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا جارجیا ایالت په ایټلانټا ښار کې سږ کال د ښکلا ملکې نوم د سوېلي افریقا زوزي بیني ټنزي ته ور کړل شو.
نوموړې د سوېلي افریقا دریمه مېرمن ده چې د ښکلا ملکې تاج ور په سر کېږي.
له دې مخکې پر ۱۹۷۸ او ۲۰۱۷ کال د دې هېواد دوو نورو مېرمنو دا نوم ګټلی و.
د عکس سرچینه، Getty Images
د سیالۍ وروستي پړاو کې نوموړې د مکسیکو له سوفیا ایراګون او د پورټو ریکو له میډینسن انډرسن سروه سیالي درلوده.
۲۶ کلنه زوزي بیني ټنزي د سوېلي افریقا د ختیځې سیمې سولو ده.
مور پلار یې د زکړو برخه کې کار کوي.
دوه خوندې لري چې دا پکې منځوۍ ده.
د عکس سرچینه، Getty Images
نوموړې خپله د ټولنیزې فعالې په توګه د جنسي تېریو خلاف بوخته ده.
له تاج په سرولو وروسته هغې د نسلي امتیاز او تعصب په هکله خبرې وکړې او ویې ویل، داسې نړۍ کې لویه شوې چې د دې په څېر، رنګ، د دې په څېر وېښتان او د دې په څېر پوټکي لرونکې نجونې ښکلې نه بلل کېږي.
اوس د دې وخت دی چې دا شیان ختم شي، زه غواړم چې ماشومان ما وویني، زما مخ وګوري، هغه کې خپل انځور وګوري.
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس سرچینه، Getty Images
۔
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته