ټرمپ د ولسي جرګې د استیضاح د څېړنې غونډه کې ګډون رد کړ
د عکس سرچینه، Getty Images
سپينې ماڼۍ ویلي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د ده وکیلان به د چارشنبې په ورځ د ولسي جرګې د استیضاح استماعیه غونډه کې ګډون ونه کړي.
د سپینې ماڼۍ حقوقي سلاکار پټ سېپولون ولسي جرګې ته په یوله لیک کې ویلي، تمه نه لري چې ښاغلی ټرمپ به په دې غونډه کې ګډون وکړي ځکه د ده په وینا دا "منصفانه" نه ده.
شاوخوا یوه اونۍ وړاندې (لیندۍ ۶/نومبر ۲۷) د امریکا کانګرس د دې هېواد له ولسمشر ډونلډ ټرمپ وغوښتل، چې د ډېسمبر پر څلورمه د استیضاح اړوند استماعیه غونډو په یوه ناسته کې ګډون وکړي.
د امریکا د ولسي جرګې د قضایه کمېټې مشر جېروډ نډلر ویلي، ټرمپ په دې غونډه کې ګډون کولی او یا دې د ده په اړه د څېړنو پر بهیر نیوکې نه کوي.
ټاکل شوې په دغه غونډه کې به له ولسمشرۍ د ښاغلي ټرمپ د لیرې کولو لپاره پر قانوني دلايلو بحث وشي.
سپینې ماڼۍ دا جوته کړې نه ده چې ښاغلی ټرمپ به د استیضاح د استماعیه غونډو کومه بله جلسه کې ګډون وکړي او که نه، خو ویلي یې دي چې د استماعیه دویمې غونډې ته چې تر اوسه یې نیټه ټاکل شوې نه ده که وبلل شي ځواب به ورکړي.
ولسي جرګې ته د سپینې ماڼۍ لیک چې پولټیکو ورځپاڼې خپور کړی، پکې یې د ولسي جرګې استازي د " مناسب بهیر پرمخ نه بیولو او د بنسټیز انصاف پر نشتوالي" تورن کړي.
په دې لیک کې راغلي چې قضايه کمیټه د ډېسمبر د څلورمې نیټې په غونډه کې د سپینې ماڼۍ د ګډون لپاره حکومت ته د چمتوالي کافي وخت نه ورکوي او د شواهدو په اړه هم معلومات ورسره نه شریکیږي.
ښاغلي سېپولون ویلي، شاهدان ټول اکاډيمیک خلک دي او په دې کې به هېڅ حقیقي شاهد نه وي.
نوموړي زیاته کړې چې د پېښې شاهدان د پېښې په اړه د سترګو لیدلی حال ویلی شي، خو اکاډمیک شاهدان هغوی دي چې قاضي ته د نظر په ورکولو له هغه سره مرسته کوي.
د عکس سرچینه، Reuters
د ولسمشر ټرمپ حقوقي سلاکار زیاته کړې، کمیټې درې شاهدان وربللي په داسې حال کې چې جمهوريپال توانیدلي چې یوازې یو کس ور وبلي.
ښاغلي سېپولون د ښاغلي جېروډ نډلر هغه ادعا رد کړه چې ویلي یې دي، د استیضاح دا بهیر له ټولو تاریخي استیضاح ګانو سره سمون لري او په دې استدلال کوي چې په ۱۹۹۸ کې د امریکا پخواني ولسمشر بېل کلېنټون تر ټولو مناسبه استماعیه غونډه درلوده.
نوموړي زیاته کړه، د دې لپاره چې په نورو استماعیه غونډو کې د ښاغلي ټرمپ سم استازیتوب وشي، ښاغلی نډلر باید ډاډ ورکړي چې په دغه بهیرونو کې د دوی حقونه خوندي دي او پروسه به عادلانه وي.
د چارشنبې د ورځې استماعیه غونډه د ټرمپ د استیضاح په اړه د څېړنو د دویم پړاو پیل دی چې وړاندې د امریکا په ولسي جرګه کې پیل شوې دي.
د څېړنو موضوع د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ویلادیمیر زلنېسکي ترمنځ ټلیفوني خبرې دي.
د عکس سرچینه، Reuters
ښاغلي ټرمپ په دې ټلیفوني اړیکه کې د اوکراین له ولسمشر غوښتي و چې د امریکا د ولسمشرۍ نوماند جوبایډن او د هغه د زوی په اړه څېړنه وکړي.
ښاغلی بایډن اوسمهال د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ډیموکراټانو ترمنځ مخکښ سیال دی او زوی یې څو کاله وړاندې د اوکرایني انرژي شرکت بوریسما د مدیره پلاوي غړی و.
په څېړنو کې هڅه کیږي د دې سوال ځواب وموندل شي چې ایا ښاغلي ټرمپ اوکراین ته د نظامي مرستو په درولو هڅه کړې وه چې په دې کارسره پر اوکراین فشار واچوي او که نه.
خو ښاغلی ټرامپ له دې کارونو انکار کړی دی.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته