سعودي کې لانجمنه فتوا: "ښځه له مېړه طلاق اخیستی شي"
د عکس سرچینه، AFP
په سعودي عربستان کې د لویو عالمانو شورا د غړي شیخ عبدالله المنیع هغې فتوا تاوده بحثونه راپورته کړي، چې وايي د کوزدې پرمهال ښځه دا شرط اېښودی شي چې خپل ځان وروسته له مېړه نه طلاق کړي.
المنیع د سعودي "عکاظ" ورځپاڼې ته ویلي، که ښځه پر خپل مېړه له هغه نه د طلاق اخیستو شرط کېږدي، جواز لري، ځکه چې په وینا یې "مسلمانان پر خپلو ژمنو او شرطونو ولاړ دي".
د المنیع له څرګندونو څو ورځې مخکې د بشري حقونو د جرګې یوې غړې ډاکټرې اقبال درندري ویلي وو: "د کوزدې او طلاق په تړاو باید د ښځې او سړي ترمنځ برابري وي او ښځې ته د کوزدې پرمهال دا حق ورکړل شي چې طلاق به اخیستی شي".
پر ټوېټر #د_ښځې_د_طلاق_اخیستو_جواز په نامه هشټګ په عربي نړۍ کې تر ټولو ډېر (څه باندې ۲۰ زره) کسانو لاس په لاس کړی دی.
په ټوېټر کې ځینو ښځې ته د طلاق اخیستو ملاتړ او ځینو نورو بیا مخالفت کړی دی.
د صالحه آل شویل په نامه ټوېټر کارنې د تایید په پار لیکلي، د طلاق اخیستو واک باید مېړه او ښځه دواړه ولري.
خو ابراهیم المنیف بیا وايي: "هغه کسان چې ګومان کوي ښځه د طلاق اخیستو حق لري، د طلاق کچه ورسره ډېرېږي".
دی وايي په وروستیو کلونو کې د طلاق کچه ډېره شوې ده. فیصل الشنیفي هم د ښځې په لاس د طلاق اخیستو له چارې سره مخالفت ښودلی: "محکمې ۷۰ سلنې ته د طلاق کچې له لوړېدو شکایت لري."
فقها څه وايي؟
ډېری فقها په دې نظر دي چې د کوزدې پرمهال د ښځې له خوا د طلاق د اخیستو شرط باطل دی او دا روا نه ده ځکه چې د کوزدې د تړون مخالف کار دی، خو مېړه کولی شي ښځې ته د طلاق واک ورکولی شي.
د جمهورو علماوو په اند، طلاق "د مېړه حق دی او خپله ښځه طلاقولی شي او د خپل ځان دا حق ښځې ته ورکولی شي چې له مېړه طلاق واخلي.
"د ازهر پوهنتون استاد ډاکټر بدوي السید وايي، ښځې ته د طلاق اخیستو معنا دا ده چې "د طلاق اخیستو حق وروسپارل" شي.
امام ابن باز بیا په دې اند دی چې ښځې ته د طلاق اخیستو واک ورکول سم نه دي، خو چې مېړه دا حق خپلې ښځې ته ورکړي، ځینې وخت بیا پروا نه کوي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته