ایران کې د امریکا د سفارت نیول

د امام د لارې پلیوني یا پیرو خط امام په نوم ډله پورې تړلو انقلابي ځوانانو له نن څلوېښت کاله پخوا( د ۱۳۵۸ کال د لړم پر ۱۳) د جمعې په ورځ تهران کې د امریکا سفارت ته ننوتل.

د ایران د انقلاب مشر ایت الله روح الله خمیني د سفارت نیول دویم انقلاب وبلل. خو د دې پېښې له امله د واشنګټن- تهران اړیکي پرې شول. ایران کې تازه واکمن شوي حکومت یا اسلامي جمهوریت امریکا په دغه هېواد کې په جاسوسۍ تورنه کړه او سفارت یې د جاسوسۍ ځاله وباله.

تهران کې د امریکا سفارت لا هم ولکه کې دی او یوه برخه یې پر موزیم بدله شوې او د سپاه پاسدران لاس کې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تهران کې د امریکا د سفارت مخ مظاهرې او پر دې سفارت د برید او نیولو له امله، ۶۶ کارمنان، سمندرساتي ځواکونه، ساتونکي او ډيپلوماټان ونیول شول.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تهران کې د امریکا د سفارت مخ ته له مظاهرو سره هممهال د امریکايي ډیپلوماټانو یرغملول. زدکوونکي مظاهره چیانو ته د سفارت دروازې نه پرانیځي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په تړلو سترګو او لاسونو سره امریکايي ډيپلوماټ د زدکوونکو منځ کې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زدکوونکو په ایران کې خبریالانو ته د جاسوسۍ اسنادو په نوم انځورونه ښيي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا د سفارت له نیولو دوه ورځې وروسته د زدکوونکو خبري غونډه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یرغملوونکو د امریکا سفارت کې په جمع لمونځ وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، "د امام لارې پلويان" په نوم بهیر د ۱۹۷۹ کال د نومبر پر ۱۵ د امریکا بیرغ کې خځلې وړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۱۹۷۹ کال د ډیسمبر پر ۱۰ یو زدکوونکی تهران کې د امریکا سفارت کې د خپل یرغمل کړي انځور په لاس کې نیولی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یرغمل امریکایانو له ازادېدو مخکې تهران کې خبري غونډې ته خبرې وکړې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ایت الله خمیني له فرمان دوه ورځې وروسته زدکوونکي د ۱۹۷۹ کال د نومبر پر ۱۹ زدکوونکو خبري غونډې ته وینا وکړه.

-.