حوثیانو پر پوله د زرګونه سعودي پوځيانو نیولو ادعا کړې

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یحی سریا وايي، له کله راهیسې چې د دوی جګړه پیل شوې وه دا یو ډول ستر عملیات و

په یمن کې حوثي یاغیان ادعا کوي چې د سعودي عربستان پر پوله یې له یوه لوی برید وروسته د سعودي عربستان ګڼ شمېر پوځيان نیولي دي.

د حوثي یاغیانو یو ویاند بي بي سي ته وویل چې د سعودي عربستان نجران سیمې ته نژدې د سعودي ځواکونو درې لواوې ورتسلیم شوي دي.

هغه زیاته کړه چې زرګونه سعودي سرتېري نیول شوي او ډېری وژل شوي هم دي، خو د سعودي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د دوی ویاند سمونوال یحیی سریع وايي، له کله راهیسې چې د دوی جګړه پیل شوې وه دا یو ډول ستر عملیات وو او د سعودي ځواکونو ته سر او مال غټ زیان اوښتې.

هغه زیاته کړه چې نیول شوي ټول سرتېري به د یکشنبې په ورځ د حوثي یاغیانو په مشرۍ پر "المسیرة" ټلویزیون وښودل شي.

حوثيانو ویل چې دوی په ۱۴م د سېپټمبر د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو د بې پیلوټه الوتکې او توغندیز بریدونه هم کړي چې ورسره یې د تیلو پر نړېوال بازار اغېز پرېوت.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په یمن کې کورنۍ جګړې د نړۍ یو تر ټولو خطرناک انساني ناورین په حرکت راوست

سعودي عربستان چې د امریکا، بریتانیا، فرانس او جرمني ملاتړ ورسره دی پر ایران تور ولګاوه چې په دې برید کې لاس لري.دا تورونه تهران بیا رد کړي دي.

د پېښې شالید څه دی؟

په یمن کې له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې جګړې پیل شوې کله چې د دې هېواد ولسمشرعبدالرب منصور هادي او کابینه یې اړه شوه، څو پلازمېنې صنعا پریږدي او د یمن سوېل ته لاړ شي.

سعودي عربستان د ولسمشرهادي ملاتړی دی او د ایران له ملاتړه برخمن یاغیانو پرضد یې د سیمه ییزو هېوادونو ایتلاف جوړ کړی او پر هغوي هوايي بریدونه کوي.

دا ایتلاف کابو هره ورځ هوايي بریدونه کوي خو حوثي یاغیان بیا معمولاً پر سعودي عربستان توغندي توغوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سعودي عربستان د ایران له ملاتړه برخمن یاغیانو پرضد د سیمه ییزو هېوادونو ایتلاف جوړ کړی

په یمن کې کورنۍ جګړې د نړۍ یو تر ټولو خطرناک انساني ناورین په حرکت راوست چې د هېواد ۸۰ سلنه (تر ۲۴ میلیونه زیات انسانان) بېړنیو انساني مرستو ته لاس وغځاوه چې د۱۰ میلیونه پایښت یې پر بهرنیو مرستو نغښتی دی.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې، ۷۰۰۰۰ کسان د یاد تاوتریخوالي له امله وژل شوي دي.