BBC News,
پښتو
مطلب ته ورشئ
برخې
کور پاڼه
ژوندۍ ټلويزوني خپرونه
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
حقیقت موندنه
کور پاڼه
ژوندۍ ټلويزوني خپرونه
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
حقیقت موندنه
اعلان
د عکسونو البوم: د کعبې پوښ څنګه او چېرې جوړېږي؟
د عکس تشریح،
د کعبې پوښ هر کال د عرفې په ورځ سهار (د ذي الحجې نهمه) بدلېږي، چې په دې ورځ بیت الله شریف کې د حاجیانو ګڼه ګوڼه نه وي.
۱۹ زمری ۱۳۹۸ - ۱۰ اګست ۲۰۱۹
د عکس تشریح،
دا پوښ له تورو ورېښمو جوړېږي، چې په زرینو زرتارو قرآني ایاتونه پکې په نخچ اوبدل کېږي.
د عکس تشریح،
د کعبې د پوښ پر جوړولو ټیک نهه میاشتې کار روان وي او ۲۰۰ کسان یې پر جوړولو بوخت وي، چې ټول ټال د ۲۰ او ۲۵ میلیون ریالو ترمنځ لګښت پرې راځي.
د عکس تشریح،
د کعبې شریفې د پوښ لپاره طبیعي ورېښم له ایټالیا او زرین زرتار له جرمني څخه راوړل کېږي.
د عکس تشریح،
د کعبې د تېر کال زوړ پوښ کوچنۍ ټوټې کېږي او ځینو وتلو شخصیتونو او دیني بنسټونو ته د ډالۍ په توګه ورکول کېږي.
د عکس تشریح،
ددغه ۱۴ متره لوړ او ۴۷ متره اوږده پوښ په بره خوا کې د کعبې د بام لپاره ۹۵ سانتي متره ناوې ته هم ځای پکې جوړېږي. دا پوښ له ۱۶ ټوټ، جوړېږي.
د عکس تشریح،
دا پوښ د مکې ښار ام الجود سیمې په یوه فابریکه کې جوړېږي، چې ټول کارکوونکي یې سعودیان دي.
د عکس تشریح،
د تاریخ پربنسټ، اسمعیل علیه السلام په لومړي ځل کعبې ته پوښ جوړ کړ، خو ځینو روایتونو کې د پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم یوه نیکه عدنان لومړی ځل کعبې ته پوښ وراغوستی و.
د عکس تشریح،
مصر څو پېړۍ د کعبې پوښ جوړولو چاره پرغاړه اخیستې وه، چې بالاخره په ۱۹۶۲ کال دا چاره ودرول شوه او له هماغه راهیسې یې سعودي په خپله جوړوي.
د عکس تشریح،
په ښځو کې د عبدالمطلب مېرمنې او عباس مور نتیله بنت جناب هغه لومړنۍ ښځه ده چې کعبې ته یې پوښ وراغوستی دی. کله چې د هغې زوی عباس تری تم شو، نذر یې ومانه که یې زوی سالم راستون شو، په یوازې سر به کعبې ته پوښ جوړوي، چې د زوی تر ستنېدو وروسته یې همداسې وکړل.
دا انځورونه د بي بي سي خبریال اسدالله لودین راستولي دي
اعلان
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه
,
ټرمپ: امریکا کولی شي د خارګ ټاپو ونيسي او ایراني تېل ترلاسه کړي
اسداباد کې "د پاکستاني توغندیو" بریدونو کې ولسي مرګ ژوبله اوښتې
۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶
پر مصنوعي ځيرکتیا جوړه هغه لنډه ویډيويي لړۍ چې لوبغاړي یې مېوې او ترکارۍ دي
۴۱ دقیقې وړاندې
ځانګړي مطالب
محمد باقر قالیباف: هغه پوځي- سیاستوال چې ښايي له امریکا سره د سولې خبرو مشري وکړي
۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶
د وخت اندازه کولو تاریخ: څنګه ګړۍ پر ۶۰ دقیقو ووېشل شوه؟
۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶
د کالوري حسابولو پرځای په هوښیارۍ خواړه وخوړئ
۸ وری ۱۴۰۵ - ۲۸ مارچ ۲۰۲۶
درس
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته
{{rankTranslation}}
{{title}}