پر هندي پیلوټ ملنډې؛ پاکستان کې تلویزیوني اعلان ناندریز شو

د عکس سرچینه، Pakistan Information Ministry (ISPR)
د هند او پاکستان ترمنځ وضعیت یو ځل بیا تاوجن شوی، خو دا ځل یې لامل کرېکټ دی. دواړه هېوادونه به د راتلونکې یکشبنې پر ورځ د کرېکټ نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د برتانیا په مانچسټر ښار کې سره مخامخ کېږي.
د دې مهمې او حساسې لوبې په درشل کې پر پاکستاني تلویزیوني یو سوداګریز اعلان هندیان په غوسه کېږي.
په دې اعلان کې پر هغه هندي پیلوټ یو ډول ملنډې وهل شوې دي چې تېره فبرورۍ میاشت کې یې جېټ الوتکه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې ولوېده او د پاکستاني پوځیانو لخوا ونیول شو.
پیلوټ ابي نندن څو ورځې وروسته د لومړي وزیر عمران خان د بښنې له مخې بېرته هند ته سپارل شوی و. هند ته په رسېدو د ابي نندن تود هرکلی وشو او له هغه وروسته هلته په هند کې د یوه اتل په سترګه ورته کتل کېږي.
هندي الوتکې وروسته له هغه د پاکستان هوایي حریم ته ننوتلې وې چې په سرینګر کې یوه ځانمرګي بریدګر د هند د پوځ څلوېښت سرتېري ووژل.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1

په دې جنجالي تلویزیوني اعلان کې یو کس د هند د کرېکټ ملي لوبډلې کمیس اغوستی او د هندي پیلوټ ابي نندن په څېر برېتونه او څېره لري.
په ویډیو کې هغه صحنه تصویر شوې چې پاکستاني پوځیان له پیلوټ ابي نندن څخه پوښتنې ګروېږنې کوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2

د پوسټ X پای, 3

د پوسټ X پای, 4

د پوسټ X پای, 5

د پوسټ X پای, 6
یو شمېر کسان له دې کس نه پوښتنه کوي چې د کرېکټ لوبې لپاره به د هندي لوبډلې تګلاره څه وي او په لوبډله کې به څوک وي.
خو دا کس هم د اصلي پیلوټ ابي نندن په څېر له ځواب ویلو ډډه کوي او وایي:
"وبښئ. زه په دې اړه څه نشم ویلی".
په هند کې ګڼ شمېر کسانو پر خواله رسنیو د دې اعلان په اړه خپله غوسه او ناخوښي څرګنده کړې او پاکستان یې ملامت کړی چې د نامناسبه او د شرم وړ ټوکه یې کړې ده.
یو شمېر نورو بیا لیکلي، د پاکستان تلویزیون د دې اعلان تر ټولو ښه ځواب به دا وي چې هند د یکشنبې لوبه وګټي.
ځیني نورو بیا لیکلي چې له پاکستان سره ځان مه سموئ، موږ تر دوی ډېر لوړ یو. دوی مجبور دي همدې کچې ته ولوېږي چې د ځان په اړه ښه احساس وکړي.
نورو بیا دې تاریخ ته هم اشاره کړې ده چې هند هېڅ کله هم د نړیوال جام په سیالیو کې پاکستان ته لوبه نه ده بایللې. ټاکل شوې ده چې د یکشنبې پر ورځ په مانچسټر ښار کې د هند او پاکستان زرګونه مینه وال د دې لوبې لیدو ته ورټول شي.