ورځپاڼې: امیتاب بچن په فلم کې د پاکستاني رول رد کړ
د عکس سرچینه، Getty Images
د ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې په یوه مطلب کې ویل شوي چې د هند او پاکستان په اړیکو کې ستونزو اوس پر بالیووډ هم اغیز کړی، ځکه مشهور سینمایي ستوري امیتاب بچن په یوه فلم کې د یوه پاکستاني د رول له ادا کولو انکار کړی.
ورځپاڼه لیکي له دوو کلونو راهیسې د دې فلم د جوړوونکي او امیتاب تر منځ خبرې روانې وې:
"امیتاب هم دې رول ته خوشاله و ځکه د فلم اصلي لوبغاړي د سولې پيغام استاوه، خو کله چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي له کړکیچ سره مخامخ شول نو هغه اوس د دې رول له ادا کولو ډډه کړې ده".
د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES
ډان ورځپاڼې په خپله سرمقاله د لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندنو ته کتنه کړې چې په افغانستان کې یې د منځ مهالې ادارې او په هند کې یې د واکمن ګوند په اړه کړې دي.
ورځپاڼه لیکي ښه دا ده چې عمران خان داسې څرګندونې ونه کړي چې تعبیر یې منفي کیدی شي او د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه بلل کیږي.
ورځپاڼه لیکي وخت ډیر حساس دی او پاکستان له افغانستان او هند سره ښه اړیکي نه لري ، نو د ډان په وینا پکار ده چې واکداران پخه لاره خپله کړي.
ټایم مجلې د امریکایۍ ممثلې انجلینا جولي- چې د بشري حقونو په برخه کې هم فعاله ده- یوه لیکنه خپره کړې چې د افغان سولې لپاره په روانو هڅو کې د ښځو ونډې او اندیښنو ته پکې کتنه شوې ده.
دا وايي له روغې جوړې وړاندې څو مهمې مسلې دي چې باید په پام کې ونیول شي:
"لومړی دا چې د حکومت په مرکچې پلاوي کې باید د ښځو ونډه د پام وړ وي چې دوی خپله خبره وکړي. بله دا چې د ښځو اندېښنې او د دوی اړوند مسلې باید د سولې خبرو د ایجنډا مهمه برخه وي نه دا چې د حاشیوي مسلې په توګه ورته وکتل شي. دریم دا چې امریکا باید د افغان میرمنو د حقونو لپاره د سولې په خبرو کې ډیپلوماټیکې هڅې وکړي".
د دې په وینا امریکا او د افغان دولت نور ملاتړي هیوادونه باید په ډاګه کړي چې د داسې سولې ملاتړ نه کوي چې د ښځو حقونه پکې په پام کې نه وي نیول شوي.
د عکس سرچینه، Getty Images
انجلینا جولي په دې لیکنه کې دغه راز ټینګار کوي چې افغان میرمنې غواړي چې پوه شي د سولې په تړون کې د دوی پرحقونو سترګې نه پټیږي.
دا وايي که د ښځو حقونو ته پام ونه شي ټیکاو هم نه شي راتللای.
نوموړې په خپله لیکنه کې زیاتوي د دې لپاره چې احتمالي روغه جوړه وپايي پکار ده چې بشري حقونو ته پکې درناوی وشي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي عربۍ نړۍ کې د اسراییلو د لومړي وزیر په توګه د بنیامین نتنیاهو بریا ته د خپلواک فلسطیني دولت پر تابوت د وروستي میخ په سترګه کتل کیږي.
په دې مطلب کې د یوه کارپوه له قوله ویل شوي چې د بنیامین نتنیاهو په بریا سره د فلسطیني خپلواک دولت او سولې لپاره د خبرو پرمخ دروازې تړل شوې.
د دې چارې بل لامل د د دې کارپوه په وینا فلسطینیان سره ویشلي دي او عربي نړۍ تر پخوا ډیره په کمزوري حالت کې ده.
د مطلب لیکوال وايي په تېر کې لیدل شوي چې پخوا داسې ډیر کم لیدل کیدل چې اسرائیلو دې له خپلې خوا یو اړخیز ګامونه پورته کړي وي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته