د سعودي ولیعهد هرکلي ته پاکستان کې ۳۵۰۰ کوترې

د عکس تشریح، پاکستان سعودي عربستان ته اړتیا لري چې د پیسو د نړیوال صندوق د پور بېرته ورکولو کې مرسته ورسره وړي - خو دا یو اړخیزه اړیکي نه دي

پاکستان کې چارواکو د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د هرکلي په پار الوتنې لا منظمې کړې، لوکس هوټلونه یې ریزرف کړل، ۳۵۰۰ کوترې او رنګارنګ بالونونه یې راغونډ کړي چې د هغه په راتلو سره یې هوا ته پورته کړي.

په پام کې ده چې محمد بن سلمان د شنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ شي.

پاکستان له سعودي تمه لري چې ولیعهد محمد بن سلمان اسلام اباد ته په خپل دوه ورځني سفر کې د پانګونې ځینې هوکړې لاسلیک کړي، چې ارزښت یې تر ۲۰ میلیاردو ډالرو رسېږي.

د فرانسې د خبري اژانس له مخې، د ولیعهد هرکلي ته د اسلام اباد پر سړکونو رنګارنګ د هرکلي پیغامونه ټومبل شوي.

یوه جګپوړي امنیتي چارواکي ویلي، پولیس، پوځ او د سعودي د شاهۍ کورنۍ ځانګړي ځواکونه هم د شهزاده د مېلمستیا ځای ته د امنیت نیولو لپاره رسېدلي.

د پلازمېنې اسلام اباد هغه سیمه بنده شوې ده، چې د پارلمانۍ ودانۍ او د ولسمشر دفتر پکې دي. ولیعهد محمد بن سلمان به د پاکستان له لومړي وزیر او د پوځ له مشر سره هم وګوري.

اسلام اباد کې چارواکو ویلي، دوو پنځه ستوریزو هوټلونو ته ویل شوي چې له وړاندې د هوټل نیولو لړۍ بنده کړي او ټولې خونې د شهزاده ډلې ته ځانګړې کړي.

شهزاده دا سفر داسې مهال کوي چې د اسلام اباد او هند ترمنځ اړیکي یو ځل د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هغه ځانمرګي برید له کبله بیا ترینګلي شوي، چې لږ تر لږه ۴۱ کسان پکې ووژل شول.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، محمد بن سلمان مخکې له دې چې ولیعهد شي، په ۲۰۱۶ کال کې هم پاکستان ته تللی و

شهزاده محمد به له پاکستان وروسته هند، چین، مالیزیا او اندونیزیا ته هم سفرونه وکړي.

پاکستان تمه لري چې سعودي به د عرب سمندر ته څېرمه ګوادر کې د تېلو د یوه چاڼځي قرارداد هم لاسلیک کړي چې د چین - پاکستان ترمنځ تر ټولو لوی اقتصادي مرکز ګڼل کېږي.

له څو میاشتو راهیسې عمران خان هڅه کوي چې په منځني ختیځ کې د پاکستان د بودیجې لپاره یوڅه ومومي.‌

د "وال سټریټ جورنال" یوه رپوټ کې راغلي، سعودي او اماراتو اسلام اباد ته شاوخوا ۳۰ میلیارد ډالر د پور او پانګونې لپاره ورکړي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف ویلي، له سعودي سره د پاکستان ددغو قرارادادونو خبره د ده د واکمنۍ پرمهال شوې وه.

پاکستان او سعودي له افغان طالبانو سره هم د جوړجاړي په هڅو کې د خبرو مېز ته د هغوی د راکشولو هڅه کوي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف ویلي، له سعودي سره د پاکستان د دغو قرارادادونو خبره د ده د واکمنۍ پرمهال شوې وه.

سعودي عربستان پاکستان ته د تېلو لوی صادروونکی هېواد دی او سعودي کې شاوخوا ۱٫۹ میلیون پاکستانیان کار کوي.

سعودي عربستان په ۲۰۱۴ کال هم پاکستان ته ۱٫۵ میلیارد ډالر پور ورکړی و.

د عکس تشریح، د پاکستاني مشرانو د هرکلي پیغامونو ځای اوس د سعودي هغو نیولی