یمن جګړه: حدیده کې پر اوربند هوکړه شوې
د عکس سرچینه، EPA
د یمن جګړه کې ښکېلو اړخونو په مهم ساحلي ښار حدیده کې پر یوه اوربند هوکړه کړې. دغه ښار د هېواد له دریو دوو برخو لپاره خورا مهم بلل کېږي.
د اوربند پرېکړه سویډن کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د خبرو پای کې شوې. ملګري ملتونه هیله من وو، چې د یمن نژدې څلور کلنې جګړې ته به پای وموندل شي.
په اوسني وخت کې د یمن جګړې له کبله دغه هېواد کې بې ساري بشري ناورین رامنځته شوی دی.
دغه جګړه کې یوه لور ته زرګونه کسان وژل شوي او بل لور ته میلیونونه انسانان د لوژې او تندې لور ته ټېل وهل شوي دي.
د پنجشنبې پر ورځ د خبرو پای کې حکومتي استازیو او د حوثي یاغیانو مرکچیانو چې د هېواد ډېره برخه یې تر کنټرول لاندې ده، یوه بل ته لاسونه ورکړل.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرڅ وویل، میلیونونو اړو کسانو ته د مرستو رسولو لپاره دغه اوربند خورا اړین و:
''ملګري ملتونه به د بندر په اسانتیاوو کې مهم رول ولري او بشري مرستو ته به لاسرسی اسان کړي. دغه راز به موږ د ملیونونو یمنیانو لپاره د ژوند اسانتیاوو رامنځته کولو کې رول ولرو. ''
نوموړي زیاته کړه، ''کیدای شي د پنجشنبې ورځې اوربند به یمن کې د جګړې پای ته رسولو او بشري ناورین ختمولو پیلامه ثابته شي. ''
د عکس سرچینه، AFP
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، درې پر څلور یمنیان (یا ۲۲ میلیون کسان) بشري مرستو ته اړتیا لري، چې اته میلیونه یې د خوړو عاجلې مرستې ته محتاج دي.
یمني ریال تېره میاشت خپل ۳۰ سلنه ارزښت له لاسه ورکړ، چې د سونتوکو بیو کې پاموړ لوړوالی راغی. یمن ته ډېری سونتوکي له بهره واردېږي.
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د یمن شخړه کې په ۲۰۱۵ کال ورګډ شو، د حوثي یاغیانو پرضد یې په نړیواله کچه د یمن د پېژندل شوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي ملاتړ وکړ.
روانې جګړې یمن تر ډېره ویجاړ کړ، په تېره بیا هغه وخت چې حوثیانو د پلازمېنې صنعاء په ګډون د هېواد ډېری لوېدیځې برخې ونیولې او ولسمشر عبد ربه منصور هادي بهر ته تېښتې ته اړ شو.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په یمن کې د روانې جګړې له کبله تر اوسه شاوخوا ۱۰ زره کسان وژل شوي، چې درې برخې یې ولسي وګړي دي او ۵۵ زره نور ټپیان شوي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته