عمران خان د افغانستان په تړاو د پاکستان د پوځ نظر ولې خپل کړ؟
د عکس سرچینه، Getty Images
د هندۍ ورځپاڼې سټیټ مین په یوه مطلب کې د افغانستان روانې جګړې او په اړه یې د پاکستان د اوسني لومړي وزیر دریځ ته کتنه شوې ده.
د دې مطلب لیکوال وايي په دې اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان دریځ چې د وخت په تېریدو یې توپير کړی د پام وړ دی.
یو وخت ده طالبان هغه پښتانه بلل چې بهرنیانو پرضد جګړه کوي.
پر امریکا او د امریکايي ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو پر بریدونو یې نیوکې کولې او هغه پاکستاني لیبرالیان یې د وینو تږي بلل چې د پاکستاني طالبانو پرضد یې د جګړې ننګه کوله.
خو لیکوال وايي اوس عمران خان د پاکستان پوځ ته ورته نظر لري، داسې چې غواړي طالبان د افغانستان په سیاسي ډګر کې ور ګډ شي.
د لیکوال په وینا دی دغه راز طالبانو ته د مشروعیت ور کولو سره خواخوږي لري او یا لږ تر لږه په دې اړه نرم دریځ لري.
عمران خان دغه راز پاکستان په افغانستان کې د امریکا د جګړې قرباني بولي.
سټیټ مین د یوه پخواني امریکايي چارواکي له قوله لیکي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ باید د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره ډيپلوماټیکه لار غوره کړي.
دی دا مني چې امریکا د ډپلوماتیک حل خبره کوي خو دا ډول حل لار په خپله نه رامنځته کیږي پکار ده ډیپلوماټیکې هڅې هغومره تیزې شي لکه څومره چې د جګړې ډګر تود ساتل شوی.
روسیه ولې سوریه کې د افغانستان پر برخلیک اخته نه شوه؟
د عکس سرچینه، Reuters
روسۍ ورځپاڼې Komsomolskaya Pravda کمسمولسکیا پرافدا په خپله سرمقاله کې لیکلي سوریه د روسیې لپاره دویم افغانسستان نه وي.
ورځپاڼه لیکي کله چې روسیې په سوریه کې پوځي عملیات پیل کړل ډیرو فکر کاوه چې لکه د افغانستان په څېر به روسیه دلته هم ماتې خورې.
خو ورځپاڼه لیکي مسکو له افغان جګړې لوی عبرت او درس اخیستی او د سوریې په جګړه کې یې ډیره هڅه وکړه چې د افغان جګړې کیسه تکرار نه شي.
د ورځپاڼې په وینا روسیې لومړی دا هوښیاري وکړه چې په ځمکنیو عملیاتو کې ښکیله نه شوه او یوازې یې پوځي سلاکاران د سوریې پوځ په قطعاتو کې وګومارل او ډیره تکیه یې پر هوايي عملیاتو وکړه.
د ورځپاڼې د ادعا له مخې په سوریه کې په پوځي برخه کې ټولې لاسته راوړنې د روسي افسرانو له برکته دي چې د عملیات یې پلان او مشري یې وکړه.
د ورځپاڼې په وینا په تېرو درې کلونو کې روسیې د سوریې په جګړه کې ۱۰۱ سرتیري او افسران، اته جنګي الوتکې او اوه چورلکې له لاسه ورکړې.
خو د افغانستان په نږدې لس کلنه جګړه کې یې پنځلس زره سرتیري ووژل شول، ۱۱۸ الوتکې او څه باندې درې سوه چورلکې یې له لاسه ور کړې.
البیان:
اماراتۍ ورځپاڼې البیان لیکلي د دغه هېواد سپوږمکۍ چې (( خلیفه ساټ )) نومیږي یوه میاشت وروسته فضا ته توغول کیږي.
دا سپوږمکۍ د دغه هېواد د اوسني ولسمشر خلیفه بن زاید په نوم ده.
دا سپوږمکۍ چې د جوړولو چارې يې پنځه کاله وړاندې پيل شوې وې د محمد بن راشد د فضايي څېړنو په مرکز کې د اماراتي انجینرانو پرمټ جوړه شوې ده.
سپوږمکۍ به د البیان د رپوټ له مخې له ځمکې په نسبتا ټیټه فاصله یانې څه باندې شپږ سوه کیلومټره لرې په فضا کې خپل مدار ته داخلیږي.
دا سپوږمۍ د درې بعدي انځورونو په اخستلو کې ډیر مهارت لري د دې سپوږمکۍ انځورونه به د ځمکې د تودوخې په څارلو او د طبیعې پېښو پرمهال د ژغورنې په عملیاتو او داسې نورو چارو کې وکارول شي.
تمه ده خلیفه ساټ پنځه کاله په خپل مدار کې پاتې شي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته