مصری له سعودۍ سره سباناري کې، پایله یې نیول کېدل

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

یو مصری چې له یوې ښځې سره د سباناري وید‌‌‌‌‌‌یو یې ‌‌‌‌‌‌ټویټر کې ‌‌‌‌‌‌ډېره لیدل شوې، سعودي عربستان کې نیول شوی. ځینې رپوټونه وايي، نجلۍ هم نیول شوې ده.

‎دا دېرش ثانیې وېدیو ده، سړی په مصرۍ لهجه غږېږي، ورسره د ناستې ښځې مخ پټ او په پوره حجاب کې ده. داسې ښکاري چې ښځه د عربستان ده او د کار پر وخت سباناری سره کوي.

‎د عربستان د قوانینو له مخې، په کاري چاپېریال، رستورانت او کېفې کې مجرد نارینه باید له ښځو او کورنیو جلا کېني. د دوی یو ځای ناسته د قانون خلاف ده.

‎ښځې د دې اجازه نه لري چې له مجردو نارینه وو سره کېني. که دوی له کوره د باندې وځي باید پلار، مېړه، ورور یا زوی یې ورسره وي.

‎د سعودي عربستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت چې دا سړی یې بندي کړی، دا ویدیو "بې شرمي" بللې او نيول شوی سړی یې په څو جرمونو تورن کړی.

‎د وېدیو له خپرېدو سره سم ټویټر کې یو هشټګ د "یوه مصري له سعودۍ سره سباناری وکړ" په عربي ژبه مشهور شو او تقریبا همدا هشټک له دیارلس سوه ‌‌‌‌‌‌ډېر ټویټ شوی.

‎ټویټر کې غبرګنونه بېلابېل وو.

د سعودي ځینو رسنیو ویلي، "امنیتي بنسټونو جده کې هغه نجلۍ نیولې چې د سباناري خوړلو پرمهال له یوه سړي سره لیدل شوې."

ښځو په لومړي ځل په عربستان کې د موټر چلولو اجازه موندلې.

‎د کچ د کښتۍ مسله چې د ښځو له شتونه پرته له کاناډا سره سوداګرېزې اړیکې دروي. په سعودي کې د ښځو د حقونو د څو فعالو نیول.

په دې دیرش ثانې وېدیو کې دا سړی او ښځه له یو بل سره شوخي کوي. خو د وېدیو په پای کې چې ښځه د سړي خوله کې ګوله ورکوي، په ‌‌‌‌‌‌ډېرو یې اور بل کړی.

‎ټویټر کې ‌‌‌‌‌‌ډېرو سعودیانو د دوی دا کار غندلی او ځینو نورو نيوکه کړې چې ولې یوازې سړی بندي شوی.

‎ملک د ټویټر یوه کارونکي لیکلي: "ولې تل یوازې نارینو ته جزا ورکول کېږي؟ زه یوه سعودۍ یم او غواړم دواړه وکړېږي. د کار ځای کې یو ځای خندل، ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ خوړل، ستاسې حدود چېرې... ؟"

‎خو مصریانو بل څه ویل. دوی دې ته حیران وو چې ولې یو سړی پر دې بندي شي چې خپلې همکارې سره یې یو ځای سباناری کړی.

‎ځینو بیا همدا پلمه کړې او محمد بن سلمان اصلاحاتو ته یې اشارې کړې. دوی باور درلود چې د دې سړي نيول د پاچا له اصلاحاتو سره سر نه خوري.

‎سعودي عربستان د ښځو لپاره سخت قوانین لري.

‎ښځې د سفر، کار، د ورځنیو اړتیاوو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي لپاره د خپل مېړه یا د کور د محرم نارینه اجازه باید ولري.

‎له دې هر څه سره، د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان ځینو اصلاحاتو دا سخت قوانین ځای، ځای نرم کړي. لکه د موټر نه چلول، په لوبغالي کې د فوټبال د لوبې لیدل او د ماشوم د سرپرستۍ حق.