چین د وسلو د پنځو سترو صادروونکو هېوادونو په کتار کې
د عکس سرچینه، Getty Images
چین اوس له امریکا وروسته په نړۍ کې ستره دفاعي کالنۍ بودجه لري او د دغه هېواد د دفاعي صنعت کمپنۍ عصري او پرمختللې وسلې د نړۍ پر نورو هېوادونو پلوري.
د نویو شمیرو له مخې چین په نړۍ کې د وسلو د سترو پنځو صادروونکو هېوادونو په کتار کې ځای نیولی.
خو تر دې دمه د دفاعي صادراتو په برخه کې د چینايي کمپینو په اړه ډیر لږ معلومات برسیره شوي و.
د ستراتیژیکو څېړنو د نړیوال انسټیټیوټ د دې نوې څېړنې له مخې د چین اوه لویې کمپنۍ په نړیواله کچه د دفاعي صنعت د شلو لویو کمپینو په ډله کې راځي.
له دې ډلې سوت چاینا ګروپ کارپوریشن کمپنۍ له بي اې اي سیسټم، ریتیون، بوینګ او لاکهیډ مارټین وروسته د شلو لویو کمپنیو په ډله کې پنځم نمبر ده.
چین د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژۍ په برخه کې هم ډیر پرمختګ کړی.
د عکس سرچینه، .
څو میاشتې وړاندې یوې امریکايۍ څېړنییزې ادارې خبرداری ورکړی و چې په دې برخه کې د چین پرمختګ په نړۍ کې اقتصادي او پوځي توازن ګواښي.
دغې څېړنيزې ادارې په پوځي برخو کې د دا ډول ټکنالوژۍ کارول د یوه دلیل په توګه وړاندې کړی و.
تیر کال په همدې ورځو شپو کې چین د مصنوعي ځیرکتیا لپاره خپل ملي پلان په ډاګه کړ او غوښتنه وشوه چې چین باید په دې برخه کې له امریکا وروسته پاتې نه شي.
د یاد بنسټ له خوا د شوې څېړنې په پایله کې ویل شوي چې چین د مصنوعي زیرکتیا په برخه کې له امریکا هم ډیره وړتیا لري او په برخه کې له امریکا سره ښه سیالي کولی شي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته