په يونان کې د ځنګله اور: عکسونه

د یونان حکومت وايي د هېواد په بېلابېلو ځنګلي سیمو کې اورلګېدو لږترلږه ۶۰ کسان وژلي چې د مهارولو لپاره نړیوالې مرستې ته اړتیا ده. پلازمېنې اتن ته څېرمه ځینې خلک خپلو استوګنځیو پرېښودو ته اړایستل شوي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، دا په یونان کې په څه باندې یوه لسیزه کې د اور تر ټولو لویه پېښه ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، چارواکي وايي، د ایسارو خلکو د ژغورنې عملیات پیل شوي او د کوچنیو کښتیو په مټ خلک له خپلو مېنو تښتي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د یونان لومړی وزیر الکسیس سیپراس خبریالانو ته ویلي: "موږ د اور مهارولو لپاره تر خپله وسه هڅه کوو."

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، انځورونو کې زیانمنې شوې ودانۍ ښودل شوې چې اسمان ته لوګی ترې پورته کېږي او خلک د تېښتې په حال کې دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، حکومت له نړيوالې ټولنې د هليکوپټرونو او د اور وژلو د نورو وسايلو د مرستې غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د سرې میاشتې په وینا، لږترلږه ۲۶ مړي د ماتي سمندرغاړي کلي په یوه حویلۍ کې موندل شوي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د بېړنۍ مرستې ادراې له سيمې د اور وژلو او د خلکو د ايستلو هڅې کوي

.