بورکینافاسو کې پر پوځي مرکز او فرانسې سفارت غبرګ بریدونه
د بورکینا فاسو پلازمېنه اواګادوګو کې د فرانسې پر سفارت او یوه پوځي مرکز هممهاله دوه غبرګ بریدونه شوي، چې پایله کې یې د امنیتي ځواکونو اووه کسان او شپږ بریدګر وژل شوي دي.
د فرانسې سفارت چارواکي وايي، اوس امنیتي ځواکونو حالت کابو کړی دی. تر اوسه معلومه نه ده، چې دغه بریدونه کومې ډلې کړي، خو د بورکینا فاسو د یوې امنیتي سرچینې په وینا 'دغو بریدونو پخه ترهګریزه بڼه درلوده.'
بریدونو کې شپږ کسان ټپیان شوي دي، چې دوه یې ملکي کسان دي.
پېښه کې رسماً د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳ کسه اعلان شوی دی، خو یوې امنیتي سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، یوازې پوځي مرکز کې ۲۸ کسان وژل شوي دي.
بل لور ته د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان ویلي، وژل شویو کسانو کې هېڅ فرانسوی نه شته. د فرانسې سفارت په اواګادوګو کې د پوځي مرکز په نژدې یو کیلومترۍ کې موقعیت لري او د لومړي وزیر دفتر هم په همدغه سیمه کې دی.
د عکس سرچینه، AFP
بورکینا فاسو کې تېرو دوو کلونو کې دا درېیم لوی برید دی، چې کېږي. سخت دریځو وسله والو ډلو له تېرو دوو بریدونو وروسته ویلي و، چې دغه بریدونه دوی کړي دي. دا وروستیو کې دغه هېواد کې د درې کاله مخکې ناکامې کودتا کوونکو محاکمه پیل شوې ده.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته