ملګري ملتونه: له میانماره لا هم روهنګیا مسلمانان کډوالېږي
د عکس سرچینه، Reuters
ملګرو ملتونو ویلي، له میانمار څخه و بنګله دېش ته د روهنګیا مسلمانانو د کډوالۍ لړۍ لا هم روانه ده.
بنګله دېش او میانمار تېره میاشت د روهنګیا کډوالو پر بېرته ستنولو سلا وکړه او مهال یې هم وټاکه.
نړیوالو مرستندویو بنسټونو میانمار ته په زوره د روهنګیا مسلمانانو د لېږلو په اړه خبر داری ور کړ او ویې ویل، لومړی باید د هغوی امنیت خوندي شي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې "کیلي ټي کلیمنټس" ویلي، که څه هم له میانماره د روهنګیا مسلمانانو د کډوالولو بهیر کې کمی راغلی، خو اوس هم په نړیواله کچه د کډوالۍ له سختو کړکېچونو ګڼل کېږي.
نوموړې زیاته کړه، د روهنګیا مسلمانانو کلي سوځول شوي، نو ځکه روهنګیایان د بېرته ستنېدو خوندي ځای نه لري.
د عکس سرچینه، Getty Images
روان زیږدیز کال کابو ۶۰۰ زره کډوال د میانمار ځواکونو د زور زیاتي له امله بنګله دېش ته کډه شوي دي.
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمېشنر په میانمار کې د نسل وژنې د رامنځته کېدو د احتمال خبره وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم د روهنګیا مسلمانانو پر ضد د میانمار پوځ عملیات د قوم پاک کولو په مانا ګڼلي دي.
روهنګیا مسلمانان په میانمار کې ژوند کوي، خو مرکزي دولت ورته تابعیت او نور بنسټیز حقونه نه ور کوي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته