سومالیا: درنې چاودنې پلازمېنه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژلي

د ویډیو تشریح، موګادېشو کې له بمي چاودنې وروسته حالت
د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د صومالیا پلازمېنې موګادېشو کې یوې زورورې چاودنې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژلي دي. ځايي پولیسو ویلي، لسګونه نور کسان پېښه کې ټپیان شوي دي. پېښه د یوه هوټل درشل کې هغه مهال وشوه، چې له باروتو ډکه لارۍ وچاودېده.

پولیس وايي د ښار مدینه نومې سیمه کې د یوې بلې بمي چاودنې له کبله دوه کسان وژل شوي دي. تر اوسه معلومه نه ده، چې برید چا کړی دی، خو له دې مخکې موګادېشو کې د القاعده اړوند الشباب ډلې خونړي بریدونه کړي دي. دغه ډله له حکومت سره جګړه کوي.

د عکس سرچینه، Reuters

له لومړۍ چاودنې وروسته یوه پولیس افسر محمد حسین رویټرز خبري اژانس ته ویلي:

''دا لارۍ چاودنه وه، تلفات شته، خو موږ ته یې کره شمېره لا هم ځکه نه ده معلومه، چې د پېښې ځای کې اور بلیږي. ''

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2

د پېښې عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي پېښه کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

صومالیا کې د بي بي سي خبریال وايي، سفاري نومي هوټل له یوه سره نړېدلی دی او داسې وېره شته چې ښايي تر خاورو خځلو لاندې یې خلک هم شته. د موګادېشو یوه اوسېدونکي محی الدین اي ایف پي خبري اژانس ته ویلي:

تر اوسه مې دومره لویه چاودنه نه وه لیدلي، ټوله سیمه یې له خاورو سره خاورې کړې ده.