اکسفورډ پوهنتون له انګ سان سوچي د ازادۍ نښان بېرته واخیست
د عکس سرچینه، Getty Images
اکسفورډ پوهنتون د میانمار له مشرې انګ سان سوچي د دې پوهنتون د ازادۍ نښان بېرته واخیست. هغې ته دا نښان په ۱۹۹۷ کال کې د ازادۍ لپاره د اوږدې مبارزې په پار ورکړل شوی و.
د اکسفورډ پوهنتون شورا وايي دا نښان یې ترې ځکه اخیستی چې نوموړې د روهینګیا مسلمانانو کړکېچ ته په سم ډول غبرګون نه دی ښودلی.
دې شورا ویلي انګ سان سوچي نوره ددې نښان وړ نه ده.
د میانمار په راخین ولایت کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو له امله شاوخوا نیم میلیون روهینګیایان ګاونډي هېواد بنګله دېش ته کډه شوي دي.
د میانمار (برما) مشره له دې امله هم تر نیوکو لاندې ده چې د روهینګیا مسلمانانو په اړه د ملګرو ملتونو د توکموژنې تورونو ته یې رسېدنه نه ده کړې.
د عکس سرچینه، ARIS FAMILY COLLECTION
د تېر سپتمبر په وروستیو کې هم اکسفورډ پوهنتون د میانمار د مشرۍ انګ سان سوچي هغه انځور لېرې کړ چې نوموړې ته یې د افتخاري سند د ورکړې پر مهال اخیستل شوی و.
پر انګ سان سوچي تور دی چې د روهنګیا مسلمانانو په کړکېچ کې لاس لري.
بل لور ته بیا "له روهینګیا سره د بد چلند " پر سر د وېډیو لپاره د میانمار د ښکلا له ملکې لقب اخیستل شوی.
د عکس سرچینه، Shwe Eain Si
د میانمار د ښکلا ملکې، ۱۹ کلنې شوی این سي ویلي، په راخین ولایت کې د تاوتریخوالي په اړه وېډیو کې د ګډون کولو له کبله دې ته د ښکلا د ملکې ورکړل شوی لقب بېرته ترې اخیستل شوی دی.
تېره اونۍ شوی این سي دغه وېډیو پر انټرنېټ خپره کړې وه، او د روهینګیا سخت دریځي یې په سیمه کې د اړدوړ په رامنځ ته کولو تورن کړي وو.
هیلو مډم مېډیا ګروپ چې اغلې اين سي ته یې د ښکلا د ملکې لقب ورکړی ردوي چې د وروستۍ ویډیو په تړاو یې لقب ترې اخیستی وي. دغه شرکت وايي، ځکه یې دغه لقب بېرته اخیستی چې دې داسې چلند نه دی کړی چې نورو ته مثال شي.
د اګست پر ۲۵مه راخین ولایت کې هغه مهال تاوتریخوالی پیل شو، چې د روهینګیا ژغورنې پوځ سخت دریځو پر ځینو امنیتي مرکزونو بریدونه وکړل، همدا وو چې پوځ یې پر وړاندې بریدونه پیل کړل.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته