حج؛ د سعودي عربستان د عاید لویه سرچینه
د پاکستان ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې سعودي عربستان په اړه یو مطلب لیکلی چې وايي، سعودي عربستان پر تېلو سربېره د عاید بله سرچینه موندلې او هغه د حج له مراسمو تر لاسه کېدونکې پیسې دي.
دغې ورځپاڼې د یوې فرانسوۍ رسنۍ پر بنسټ لیکلي، سعودي عربستان هر کال له مذهبي سیلانیانو میلیادردونه ډالر تر لاسه کوي.
سعودي عربستان ته سږ کال د نړۍ له ګوټ ګوټه دوه میلیونه ۳۵۰ زره مسلمانان د عمرې او حج مراسمو ته تللي دي.
ورځپاڼې د مکې د سوداګرۍ خونې د مشر له خولې لیکلي چې سږ کال سعودي عربستان د حج له درکه ۶ میلیارده ډالر عاید تر لاسه کړی او زیاته کړې یې ده چې په دې عاید کې ۷۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
پاکستانۍ نیوز ورځپاڼه:
بلې پاکستانۍ ورځپاڼې د هندوستان په کابینه کې وروستیو ټاکنو ته تم شوې ده.
هندوستان په دا وروستیو کې پر دوه مهمو څوکیو (کورنیو او دفاع وزارتونو) دوه ښځې ګومارلي دي.
د هندوستان د کورنیو چارو نوې ټاکل شوې وزیره رنجیت سینګ نومېږي او د دفاع وزرات ته ټاکل شوې مېرمن بیا نرمیلا سیتارامان نومېږي.
سیتارامان یوه ټلوېزیوني چینل ته ویلي، نړۍ دې فکر وکړي چې هندوستان په کوم وضعیت کې دی.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته