هند کې د جنسي تېري ۱۰ کلنې زیانمنې اولاد وزېږېد
د عکس سرچینه، AFP
په هند کې د یوې لس کلنې نجلۍ چې جنسي تېری پرې شوی و او تېره میاشت د هند سترې محکمې یې د اولاد ضایع کولو غوښتنه رد کړې وه، لور پیدا شوې ده.
نجلۍ لا خبره نه ده چې ماشوم یې زېږولی دی. د میندوارۍ پر مهال ورته ویل شوي ول چې په نس کې یې د یوې ډبرې شتون د پړسوب لامل و.
د ماشومې وزن دوه نیم کیلوګرامه دی او د مور د ګېډې په څیرلو زېږېدلې ده.
یوه چارواکي بي بي سي ته وویل چې د مور او ماشوم روغتیايي وضعیت ښه دی.
نجلۍ ادعا کوي چې په تېرو اووه میاشتو کې د خپل تره له خوا چې اوس بندی دی، څوڅو ځلې جنسي تېری پرې شوی و.
د نجلۍ د میندوارۍ مسله نژدې یوه میاشت وړاندې راپورته شوې وه چې د نس له درده یې شکایت کول پیل کړ او مور او پلار بیا یې روغتون ته بوتله.
تېره میاشت سترې محکمې د ماشوم د ضایع کولو اجازه ورنه کړه ځکه د ډاکترانو په وینا د هغې پر میندوارۍ ۳۲ اوونۍ تېرې شوې وې چې دا د ډاکترانو په نظر ډېره موده ده او د میندوارۍ له منیځه وړل ډېر لوی خطر لري.
یوې وړې محکمې هم تر دې وړاندې ورته غوښتنه پر همدې دلایلو رد کړې وه.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته