په وېلز کې د قران یو ښوونکی د جنسي ځورونې په تور په ۱۳ کال بند محکوم شو
د عکس سرچینه، Wales News Service
د وېلز په کاردیف ښار کې د قران یو ۸۱ کلن ښوونکی د څو ماشومانو د جنسي ځورونې په تور په ۱۳ کال بند محکوم شو.
محمد حاجي صدیق ۳۰ کاله د کاردیف په جومات کې د قران تدریس کاوه.
ویل کېږي چې په تېرو څه باندې لسو کلونو کې یې ۱۵ ځلې ماشومان له جنسي پلوه ځورولي دي.
محکمې ویلي چې د قران دغه ښوونکي " له خپل موقفه ناوړه ګټه پورته کړې."
ښاغلي صدیق د ۵ تر ۱۱ کلنو ماشومو نجونو د جنسي ځورونې تورونه رد کړي دي.
رپوټونه وايي ده به هغه ماشومې نجونې ځورولې چې د قران د لوستلو پر مهال به یې تېروتنې کولې. ځینو قربانیانو ویلي چې له همدې امله یې د ده ټولګي کې له ګډونه ډار درلود.
یوې نجلۍ ویلي د ده د همدې جنسي ځورونې له امله یې غوښتل ځان ووژني.
دغو نجونو محکمه کې ویلي د هغو دودونو له امله چې دوی پکې رالوی شوي داسې احساس کاوه چې په دې اړه باید چا ته څه ونه وايي.
یوې قربانۍ ویلي:" د مذهب لپاره مې ډېره ګرانه ده، ان ناشونې ده چې د هغه څه په اړه چې شوي چا ته وغږېږې."
بلې قربانۍ ویلي د دوی په کلتور کې د هغه څه په اړه چې په جومات کې شوي له چا سره خبرې کول د منلو وړ نه دي. هغې ویل:" کله چې مې په دې اړه له خپلې مور سره خبرې وکړې، زما خبرې یې ومنلې او پولیسو ته یې خبر ورکړ".
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته