د عکسونو البوم: د برتانیا ټاکنې

د عکس سرچینه، BEN STANSALL/AFP

د عکس تشریح، لومړۍ وزیرې تېرېزا مې د خپل محافظه کار ګوند لپاره د غوڅ اکثریت تر لاسه کولو لپاره د ناڅاپي ټاکنو اعلان وکړ، خو نوموړې بریالۍ نه ښکاري او اوس یې ګوند ښايي ۳۱۸ پورې څوکۍ تر لاسه کړي، چې د حکومت جوړولو لپاره غوڅ اکثریت نه بلل کېږي. مخالف کارګر ګوند ښايي ۲۶۱ پورې څوکۍ تر لاسه کړي.

د عکس سرچینه، Dominic Lipinski/PA

د عکس تشریح، د لیبر ګوند مشر جیرمي کوربین له لومړۍ وزیرې ټېرېزا مې غواړي، چې استعفا وکړي. د نوموړي ګوند داسې حال کې ۲۹ اضافي څوکۍ تر لاسه کړې، چې محافظه کار ګوند ۱۳ څوکۍ له لاسه ورکړې.

د عکس سرچینه، Mark Runnacles

د عکس تشریح، د ایس این پي نیکولا ستورګیون لپاره تېره شپه د ماتې شپه وه. دوی پر ۲۲ څوکیو د لیبر او محافظه کارانو او نورو ګوندونو پر وړاندې ماتې وخوړه.

د عکس سرچینه، Adam Holt/REUTERS/

د عکس تشریح، د زرغون اتحاد مشره کارولین لوکاس توانېدلې په اسانۍ سره برایټن پویلین کې له ۳۰ زره ډېرو رایو په تر لاسه کولو سره پارلمان کې خپله څوکۍ وساتي.

د عکس سرچینه، Dave Thompson/Getty images

د عکس تشریح، د لیبرال دیموکرات ګوند مشر ټیم فاروون د محافظه کار ګوند کاندید جیمز ایرې ته د ماتې ورکولو خوښي لمانځي.

د عکس سرچینه، Paul Childs/REUTERS

د عکس تشریح، د یوکېپ ګوند مشر پاول نوټال د کمپاین توجه پر هغه شعار ور ټوله وه، چې دوی له اروپايي اتحادیې رښتیني وتل بلل، خو نوموړی و نه توانېد بوسټن او سکیګنیس کې خپله څوکۍ وګټي.

د عکس سرچینه، Ed Sykes/REUTERS

د عکس تشریح، له ځايي مهال سره سم د شپې ۱۰ بجې د رایې کاروونې بهیر له پای ته رسېدو سره سم د رایو صندوقونه د شمېر مرکزونو ته ورسېدل.

د عکس سرچینه، Danny Lawson/PA

د عکس تشریح، مخکنیو ټاکنو کې به تل سندرلنډ سیمې کې لومړنۍ رایې کارېدله، خودا ځل نیوکاسل کې شپې مهال ۱۱ بجې لومړنۍ پایله اعلان شوه.

د عکس سرچینه، Dave Thompson/Getty Images

د عکس تشریح، د برتانیا له ټولټال ۶۵۰ پارلماني څوکیو نه انګلستان کې د ۵۳۳ څوکیو لپاره نژدې ۲۷۰۰ کاندیدانو ټاکنیزو سیالیو کې برخه واخیسته.

د عکس سرچینه، JEFF OVERS/BBC

د عکس تشریح، د رایو مرکزونو له تړل کېدو وروسته نظر پوښتنو جووته کړه، چې محامظه کار ګوند به د لیبر ګوند ۲۶۶ پارلمانۍ څوکیو مقابل کې ۳۱۴ څوکۍ تر لاسه کړي.

د عکس سرچینه، Jack Taylor/Getty images

د عکس تشریح، د بي بي سي اندریو ماري په وینا هېچا داسې تمه نه کوله، چې د محافظه کار ګوند کمپاین به دومره متزلزل، ځینې اقدامات به ورنه پاتې وي او ټېرېزا مې به دومره ناخوښه وي.

د عکس سرچینه، DARREN STAPLES/Reuters

د عکس تشریح، د نوموړي په وینا داسې معلومیږي، چې جیرمي کوربین درز اچوونکی کمپاین کړی دی.

د عکس سرچینه، Andrew Milligan/PA

د عکس تشریح، ګلاسګو کې د رایو مرکز کې شمېرنه.

د عکس سرچینه، Kevin Coombs/REUTERS

د عکس تشریح، د سیاسي ګوندونو استازو د رایو شمېرنې بهیر څاره.

د عکس سرچینه، PAUL FAITH/AFP

د عکس تشریح، د برتانیا په ټاکنو کې محافظه کار ګوند تر ټولو ډېرې څوکۍ ګټلي، خو په خپل سر حکومت نه شي جوړولی. ځکه د حکومت جوړولو لپاره ۳۲۶ څوکیو ته اړتیا لري.

د عکس سرچینه، Brian Lawless/PA

د عکس سرچینه، Anthony Devlin/Getty Images

د عکس سرچینه، Legakis/REX/Shutterstock

All photographs are copyrighted.