د الوتنې پر مهال د الوتکې پیلوټ مړ شوی
د عکس سرچینه، Reuters
امریکن ایرلاین نومي هوايي شرکت تایید کړې، چې د الوت پر مهال د دغه شرکت د یوې الوتکې پیلوټ مړ شوی دی.
دغه الوتکه له دالاس نه د نیو مکسیکو البوکرکي نومې سیمې ته تله.
د البوکرکي هوایي ډګر چارواکو ویلي، بوینګ 737-800 ډوله الوتکه له خپل منزله دوه میله لرې وه، چې د کپتان له لوري د طبي بېړنیز حالت خبرداری ورکړل شو.
الوتکه په عادي توګه پر ځمکه کېناسته او ویل کېږي سپرلیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
د هوايي شرکت په خبره د الوتکې مړ شوی پیلوټ ویلیم مایک ګربس نومیږي.
امریکايي رسنیو د هوايي شرکت چارواکو له قوله ویلي، چې د پیلوټ له کورنۍ سره مرسته کېږي او په دغو سختو ګړیو کې د شرکت مسوولینو خواخوږي او نیکې هیلې د پیلوټ له کورنۍ سره دي.
له دې مخکې ۲۰۱۵ کال کې د امریکن ایرلاین یو بل پیلوټ د الوت پر مهال مړ شوی و.
هغه الوتکه له فیونکس نه بوسټن ته تله او ملګري پیلوټ الوتکه نژدې هوايي ډګر ته ګرځولې وه.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته