د هند تر ولکې لاندې کشمیر: ودونو کې پر 'بې ځایه' لګښت بندیز
د عکس سرچینه، Getty Images
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې حکومت په ودونو کې پر لوړو لګښتونو بندیزونه لګولي دي.
د ناوې کورنۍ ته ویل شوي، چې باید له ۵۰۰ مېلمنو زیات و نه بولي او د زوم لپاره دغه شمېر ۴۰۰ کسان ټاکل شوی دی.
حکومت دغه راز ویلي '' د دې لپاره چې د خوړو ضایع کېدو مخنیوی وشي، باید د واده میلمستیا کې له اووه ډوله ډېر خواړه وړاندې نه شي
د پارلمان یوه غړي وړاندیز کړی، چې پارلمان ته د یوه قرارداد طرح وړاندې کړي او ورته بندیزونه په ټول هېواد کې ولګول شي.
کشمېر کې د ودونو لګښتونه ډېر دي او د واده خوړه کې، چې د دغې سیمې خلک یې وازوان بولي د غوښو او سابه ډول، ډول خواړه میلمنو ته ورکول کېږي.
حکومت وايي دغه امر به د اپریل میاشتې له لومړۍ نېټې پلي کېږي. دوی وايي دغه بندیزونه یې د خلکو له لوري د خوړو ضایع کېدو، بې ځایه اسراف او زوږ له شکایتونو وروسته لګولي دي.
حکومت دغه راز بندیز ۱۹۸۴ کال کې هم لګولی و، خو له احتجاجونو وروسته یې لغو کړ.
د هند نورو برخو کې هم ودونو کې خورا لوړ لګښتونه لیدل کېږي.
هندیان د ودونو پر میلمستیاوو، کالیو او ساعت تېريو لوړ لګښتونه کوي.
نومبر کې د کرناټک ایالت پخواني وزیر او سوداګر جي جناردنا ریډي د لور براهمني د واده مراسمو پنځه ورځې دوام وکړ.
د عکس سرچینه، Getty Images
د اټکل له مخې ویل کېږي، چې د دغه واده لګښت پنځه بیلیونو روپیو ته ورسېد، چې ۷۴ میلیونه ډالره کېږي.
د هغه واده په اړه داسې حال کې نیوکې وشوې، چې ډېری هندیان د نغدو پېسو نشتوالي له کړکیچ سره مخامخ وو.
د نورو لوړو لګښتونو تر څنګ د هغه واده میلمنو ته داسې بلنلیکونه استول شوي وو، چې سره زر په کې کارول شوي وو او ایل سي ډي سکرینونه یې درلودل.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته