فرانسه کې یو بریدګر د فرانسوي سرتېري په ډزو له پښو غورځول شوی

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د فرانسې د کورنیو چارو وزارت وضعیت جدي بللی دی.

پولیس وایي، د پاریس ښار لووغ سیمې ته څېرمه یوه فرانسوي سرتېري چې د لووغ موزیم ساتنه یې کوله، هغه مهال پر یوه بریدګر ډزې وکړې چې لویه چاړه یې لاس کې وه، د "الله اکبر " نارې یې وهلې او هڅه یې وکړه پر امنیتي ګزمې برید وکړي.

بریدګر چې هڅه کوله د لووغ سوداګریز مرکز ته ننوځي، خېټې ته په مرمۍ لګېدلی او ټپ یې جدي دی.

رپوټونه وايي یوازې یو فرانسوی سرتېری پر سر ټپي شوی.

د عکس سرچینه، Jiao Liyang

د عکس تشریح، دغه عکس کې چې یوه چینايي سیلاني اخیستی دی، د لووغ موزیم سیلانیان یو کونج کې د خوندي پاتې کېدو لپاره سره ټول شوي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، له بریده وروسته پراخ عملیات پیل شوي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت وضعیت "جدي " ګڼلی دی. د پېښې پر مهال سیلانیانو ته وویل شول چې پر ځمکه پروت وکړي. لومړي وزیر برنارد سازینوو وویل، برید اصلاً "ترهګریزه " و.

پولیس وایي چې بریدګر دوه د اوږې بیکونه لېږدول خو چاودونکي مواد پکې نه دې موندل شوي.

د برید پر مهال لووغ موزیم کې نژدې ۲۵۰ سیلانیان ول چې یو یو له امنیتي پلټنو وروسته اېستل شوي.

پولیس وايي پر بریدګر پنځه ډزې شوي.