چین او روسیه د سپوږمۍ پر سطحه فضايي اډه جوړوي
د عکس سرچینه، PA Media
چین او روسیه د سپوږمۍ پر سطحه د فضايي تمځای جوړولو پلان لري. د روسیې فضايي ادارې روسکوزموس ویلي، د چین له ملي فضايي ادارې سره یې یوه هوکړه لاسلیک کړې چې له مخې به یې د سپوږمۍ پر سطحه د څېړنیزې اسانتیاوې ډېرې کړي.
په دواړو هېوادونو د فضايي ادارو له لوري په خپرو شویو ویناپاڼو کې ویل شوي، چې دا تمځای به د نورو هېوادونو د ګټې اخیستو لپاره هم وي.
دواړو هېوادونو دا هوډ داسې مهال کړی، چې روسیه فضا ته د لومړي ځل لپاره د انسان استولو ۶۰مې کلیزې لمانځلو ته چمتووالی نیسي.
د روسیې او چین د فضايي ادارو په خبره، پر سپوږمۍ د نړیوالو څېړنیو تمځای کې به په پراخه کچه ساینسي څېړنې کېږي چې د سپوږمۍ په اړه څېړنې به هم پکې وي.
چین او روسیه به فضا کې د ساینس په اړه خپلې تجربې له یو او بل سره شریکوي.
روسیه او چین دواړه به د څېړنیزې اډې د لا پراختیا لپاره له یو بل سره همکاري هم کوي.
د چین د فضايي پروګرام یو متخصص شنونکي چېن لان فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، دا پروژه یوه "لویه معامله" ده.
دی وايي: "دا به د چین لپاره د نړیوالې فضايي همکارۍ یوه تر ټولو لویه پروژه وي، نو ځکه مهمه ده".
که خبره د فضايي څېړنو د نړۍ شي، چین تر نورو هېوادونو یوڅه وروسته دی، خو په تېره ډیسمبر میاشت کې یې د چین چېنج۵ فضايي بېړۍ په بریالیتوب له سپوږمۍ نه خاور راوړه.
په دې سره اوس شنونکي پر دې اند دي چې چین هم په فضا کې د خپلې وړتیا لړولو په تکل دی.
امریکا اعلان کړی چې تر ۲۰۲۴ کال پورې به سپوږمۍ ته بېرته خپلې فضايي بېړۍ واستوي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته