فیسبوک د شخصي معلوماتو خپرولو له کبله ۳۰۰۰ پونډه جریمه شو
د عکس سرچینه، PACEMAKER
فسبوک کمپنۍ د يوه کس د شخصي معلوماتو د خپرولو په خاطر ۳۰۰۰ پونډه جريمه شوه.
د انګلستان د سترې محکمې يوه قاضي ويلي، دغې ټولنيزې شبکې له شخصي معلوماتو ناوړه ګټه اخیستې ده.
پر دغه کس په يو لړ مراسمو کې د بريتانيا د يووالي بیرغ د لېږدولو له امله د فېسبوک کاروونکو تمرکز کړی و او هغه ته ګڼې سپکې سپورې ويل شوې وې.
دغه کس د فېسبوک پر وړاندې قانوني ګام پورته کړ او ثابته يې کړه چې د شخصي معلوماتو خپرېدل يې پر هغه ملامتي وه.
د یاد سړي نوم جې ۲۰ ښودل شوی، چې د ۲۰۱۲ کال ډسمبر میاشت کې یې د بلفاسډ سیټي هال کې د بریتانیا د یووالي بیرغ لېږداوه.
د ۲۰۱۳ سپټمبر میاشت کې، په یوه صفحه کې د یوه سړي داسې عکس خپور شو، چې د بیرغ مخې ته ولاړ دی.
د عکس سرچینه، AFP
د سړي په اړه د فیسبوک کاروونکو له خوا ځینې تبصرې او تورونه تر انځور لاندې لیکل شوي وو.
د فیسبوک په اړه د نوموړي په ادعا کې، سړي ته سپکې سپورې وویل شوې، وګواښل شو او له شخصي معلوماتو په ناوړه ګټې اخیستو تورن شو.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته