د معدې باکتریا د سرطان مخنیوي کې همکاري کولی شي
د عکس سرچینه، SPL
د امریکا ټکساس پوهنتون کې یوې څېړنې موندلې، چې د هاضمې سیستم د ننه باکتریا د سرطان ضد پیچکاریو د فعالیت کچه لوړولی او بالاخره د سرطان مخه نیولی شي.
هغه پیچکارۍ چې د بدن د معافیت سیستم تقویه کوي او د انسان بدن له پړسوبه راګرځوي، ځینې وخت یې د سرطان مخه هم نیولای شي.
خو د امریکا ټکساس پوهنتون نوې څېړنې موندلې چې دغه پیچکارۍ د هاضمې د سیستم له باکتریا سره لا ډېر فعالیت کولی شي او ګټه یې ډېرېږي.
د بریتانیا د سرطاني څېړنو ټولنې هم ویلي، ددغې باکتریا پېژندل د طب په برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځ ته کولای شي.
د انسان په بدن کې میلیاردونه ژوندي موجودات شته.
نوې څېړنې ښيي چې د معدې باکتریاوې د بدن د معافیت پر سیستم اغېز کوي، چې پخپلکاري او مستقیم ډول د ځینو ناروغیو او حساسیتونو د مخنیوي لامل ګرځي.
د پوستکي د سرطان متخصصې جراحې جنیفر وارګو بي بي سي ته وویل، د باکتریاوو ترمنځ زښت ډېره توپیر موجود دی.
د بریتانیا د سرطاني ناروغیو د څېړنیز مرکز اجرایوي مشر هارپل کمار وايي: "زموږ جسمونه له ترلیونونو باکتریاوو ډک دي، اوس موږ یوازې ډېره کمه اندازه ګټورې باکتریاوې کشف کړې، چې زموږ پر روغتیا مستقیماً ښه اغېز کوي."
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته