د پښتو سندرغاړې 'زر څانګې' د اغا خان موسيقۍ نړیواله جایزه ګټلې

زر سانگہ
د عکس تشریح، زر څانګه

د پښتو محلي موسیقۍ ملکه بلل کېدونکې سندرغاړې 'زر څانګې' چې په بې وزلۍ کې ژوند تېروي، د موسیقۍ اغا خان جایزه ګټلې ده.

زر څانګه دمګړۍ د پښتونخوا کوهاټ کې د یوې لوې لارې پر غاړه کېږدۍ کې شپې سبا کوي.

له هغې چې کله د دې جایزې ګټلو په اړه وپوښتل شول، نو ځواب یې دا و چې خبره نه ده او له دې هم نه خبرېږي چې تر خیمې بهر یې نوره نړۍ کې څه تېرېږي.

هغه بي بي سي‌ ته ویلي‌ چې عمر یې شاوخوا ۷۷ کلونو ته رسېدلی خو تر اوسه د خپل کور څښتنه نه شوه او ګواکې له مجبوریته کېږدۍ کې اوسي.

د زرڅانګې زوی 'هجران' وايي د جمعې پر ورځ ورته په تلیفون د دې جایزې د ګټلو خبر ورکړ شو، خو دوی یې پر جزییاتو خبر نه دي.

سږ کال د موسیقۍ اغا خان نړیوالې جایزې ته له پاکستانه پر زرڅانګې سربېره 'سائین ظهور ' له افغانستانه داود خان سدوزی، له هنده ذاکر حسین او همدا راز له ایران، بریتانیا، اندونیزیا، تنزانیا او نورو هېوادونو ټولټال ۱۱ کسان نوماند وو.

دا جایزه له ۲۰۱۸ کال پیل شوې او هرو دریو کلونو کې یو ځل اعلانېږي.

دغه جایزه نیم میلیون امریکایي‌ ډالر ده او د بریالیو هنرمندانو ترمنځ وېشل کېږي.

ټاکلې د دې جایزې د ورکړې مراسم د روانې اکتوبر میاشتې وروستیو کې د عمان پلازمېنه مسقط کې ترسره شي.

زر څانګې پر پاکستان او افغانستان سربېره امریکا، بریتانیا، جرمني،‌ متحدو عربي اماراتو او څو نورو هېوادونو کې د هنر او موسیقۍ پروګرامونو کې سندرې ویلي.

زر څانګه څومره پېژنئ؟

زر سانگہ

د پښتو محلي موسیقۍ د دې بې جوړې سندرغاړې اصلي نوم 'ځلوبۍ' ده. هغه په ۱۹۴۶ کال د پښتونخوا لکي مروت او نورنګ ته څېرمه یوه کلي کې زېږدلې.

نوموړې له اره کوچۍ ده او د همدې لپاره له پیله کېږدۍ کې ژوند کوي.

ځايي خلک وايي‌ څه موده وړاندې کومې ادارې ورته کور ورکړی و، خو وروسته یې بېرته ترې اخیستی دی.

هغې د خپلې قوم له یوه سړي‌ 'لعل جان' سره واده کړی، شپږ زام او درې لوڼې لري.

نوموړې بي بي سي‌ ته ویلي‌ لا شل کلنه وه، سیمه کې یې څو سندرغاړي اوسېدل، له هغوی سره یې تګ راتګ درلود او له هماغه ځایه یې موسیقۍ سره مینه پیدا شوه.

زر څانګه وايي له ۱۹۶۵ کال راهیسې سندرې بولي، پر دې نه پوهېږي چې تر اوسه به یې ټولې څومره سندرې ویلې وي، خو وايي‌ بېلابېلو هېوادونو کې یې د موسیقۍ پروګرامونو کې برخه اخیستې ده.

هغې د خپل خاوند د تره له زوی سره هم ډیرې ګډې سندرې ویلي.

له زامنو یې هم دوه طبله وهي او یو هارمونیه غږوي.