تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ دوحه کې شوې هوکړې پورې تړلې هیلې او اندېښنې

افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه له څو ورځو نښتو او پاکستان لخوا په کابل، کندهار، پکتیکا کې له هوايي بریدونو وروسته بالاخره د یکشنبې پر شپه دوحه کې د اوربند هوکړه لاسلیک شوه. که څه هم تر دې هوکړې وروسته د دواړو خواو ترمنځ د کومې تازه امنیتي پېښې او شخړې څه رپوټ نه دی ترلاسه شوی، خو ځینې لا هم ډاډمن نه دي چې دا اوربند دې ډېر دوام وکړي.‌

لنډیز

  • د قطر بهرنیو چارو وزارت وايي افغانستان او پاکستان د ترکيې او قطر په منځګړيتوب "په سملاسي اوربند" هوکړه وکړه
  • د دوحې خبرو کې د افغانستان له اړخه د طالبانو حکومت پلاوي کې دفاع وزیر او د استخباراتو لوی رییس او له پاکستاني لوري هم دفاع وزیر او د څارګرې ادارې مشر ګډون کړی و
  • د طالبانو حکومت وياند ذبیح الله مجاهد تایید کړه چې د دواړو خواو ترمنځ هوکړه لاسلیک شوې.
  • مجاهد ویلي پر بشپړ او معنادار اوربند د توافق تر څنګ پرېکړه وشوه چې "دواړه هېوادونه به د يو بل پر وړاندې د عداوت هېڅ عمل" نه ترسره کوي
  • د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف هم ویلي چې "دواړه ګاونډي هېوادونه به د يوه او بل د خاورې درناوی کوي."
  • هغه زياته کړې چې "پاکستان کې به د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ سلسله سملاسي" بنده شي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, پاکستاني کرېکټر شاهد افرید د پوځ ننګه کړې خو د افغان کرېکټ لوبغاړو پر وژنه یې څه نه دي ویلي

    د پاکستان د کرېکټ مخکېني لوبغاړي او د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد افریدي د افغانستان او پاکستان ترمنځ له وروستیو ترینګلتیاوو او نښتو وروسته غبرګون ښودلی او د پخوا پرتله یې د افغانستان او افغانانو پر وړاندې تونده ژبه کارولې ده.

    نوموړي پر اېکس په اردو یوه پیغام کې لیکلي: "پاکستان تل له خپلو افغان وروڼو سره ولاړ و او د افغانانو ستونزې یې خپلې ګڼلې. خپل سرحدونه یې خپلو وروڼو ته پرانیستي او څلور میلیونه کډوال یې په خپله خاوره کې مېشت کړي. زه په شخصي ډول د خپلو امکاناتو په حدودو کې د ۳۵۰ افغانو کورنیو پالنه کوم، خو له ډېر افسوس سره باید ووایم چې په تېرو ورځو کې افغانستان د دې ټولو احسانونو هېرولو سره په سرحدونو کې پرانیستی برید وکړ چې زموږ ځواکونو ورته پوره او قوي ځواب ورکړ".

    د شاهد افریدي پر ټویټ سلګونه غبرګونونه ښودل شوي او ډېری تبصره کوونکو یې دا څرګندونې غندلې دي.

  2. د طالبانو حکومت پلاوی پاکستاني اړخ سره خبرو لپاره دوحې ته ورسېد

    د طالبانو دفاع وزارت یوه وېډیو خپره کړې چې دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد پکې ښکاري چې د قطر دوحه کې له یوې الوتکې ښکته کېږي.

    دفاع وزارت وايي، ښاغلی یعقوب د طالبانو د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ له پاکستاني اړخ سره د مذاکراتو لپاره دوحې ته رسېدلی.

    پاکستان هم ویلي، چې د دفاع وزیر خواجه محمد اصف او د څارګرې ادارې د مشر جنرال عاصم ملک په مشرۍ یې یو پوځي پلاوی له افغان طالب پلاوي سره د خبرو لپاره دوحې ته روان دی.

  3. خلیلزاد: که پاکستان ریښتینی هېواد وي، اوربند دې نه ماتوي او بریدونه دې ودروي

    د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، قطر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۴۸ ساعته اوربند په غځولو توانېدلی دی.

    نوموړي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کړې چې پاکستان پوځ د افغانستان پکتیکا ولایت کې بمبار کړی او لس تنه ملکي خلک یې وژلي دي.

    خلیلزاد پر اېکس لیکلي، نن دوحه کې د دواړو هېوادونو دفاع وزیران،‌ د استخباراتو مشران او د کورنیو وزارت لوړپوړي چارواکي سره جرګه کېږي چې دایمي اوربند ته د رسېدو لپاره خبرې او بحث وکړي.

    خلیلزاد وړاندې لیکي، چې پاکستان د ارګون ولسوالۍ په بمبارولو اوربند مات کړ.‌

  4. وروستی, پاکستان: د دفاع او څارګرې ادارې مشرانو پلاوی دوحه کې له افغان پلاوي سره خبرې کوي

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له پاکستانه د دفاع وزیر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی به نن په دوحه کې د افغان طالبانو له استازیو سره خبرې وکړي.

    ددغه وزارت ویاند په یوه خبرپاڼه کې ویلي "د دغو خبرو اصلي تمرکز به پر هغو عاجلو اقداماتو وي چې له افغانستان څخه د پاکستان پر ضد سرحدي "ترهګري" پای ته ورسوي او د پاکستان او افغانستان تر منځ د پولې په اوږدو کې سوله او ثبات بېرته راولي".

    په خبرپاڼه کې راغلي، چې "پاکستان د شخړې د سختېدو غوښتونکي نه دی، خو له افغان طالب چارواکو غواړي چې خپلو نړیوالو ژمنو ته درناوی وکړي او د پاکستان قانوني امنیتي اندېښنې د ترهګرو د اډو پر وړاندې په د منلو وړ ګامونو اخیستو سره حل کړي.

    دا خبرې یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې پاکستان یوځل بیا د افغانستان پکتیکا ولایت کې پر ولسي وګړو بمبار کړی او لس تنه یې وژلي دي چې ډېر یې د شوي اوربند ماتولو هڅه ګڼي.

    د پاکستان دولتي ټلویزیون ویلي، "د دفاع وزیر خواجه محمد اصف او د څارګرې ادارې مشر جنرال عاصم ملک نن دوحې ته د طالبانو له افغان استازیو سره د خبرو لپاره روان دي."

    د افغان طالبانو یو حکومتي چارواکي هم د خبرو تائید وکړ چې دا خبرې به ترسره شي.

    د افغان طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر ایکس لیکلي، د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د طالبانو پوځي لوړپوړی پلاوی نن دوحې ته روان شو.

    یوه ۴۸ ساعته اوربند نژدې یوه اونۍ اوږدوې وینې تويوونکې سرحدي نښتې ودرولې چې دواړو لورو ته یې د پوځیانو او ملکي وګړو په ګډون لسګونه تنه ووژل او ټپیان کړل.

    خو د جمعې په ورځ ناوخته افغانستان پاکستان تورن کړ چې اوربند یې مات کړی او ویجاړوونکې پايلې یې درلودې.

    یو لوړپوړي طالب چارواکي، چې د نوم نه ښودلو په شرط یې اې‌اېف‌پي خبري اژانس سره خبرې کولې، وویل: "پاکستان اوربند مات کړی او دپکتیکا ولایت کې یې په درېیو سیمو بمباري کړې" او زیاته کړه "افغانستان به غچ واخلي."

    د یوه ولایتي روغتون یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اې‌اېف‌پي ته وویل، په دغو بریدونو کې لس ملکیان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي او وژل شویو کسانو کې دوه ماشومان هم شته.

    په پاکستان کې یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي ادعا کړې چې ځواکونو یې د افغانستان سرحدي سیمو کې"دقیق هوایي بریدونه" وکړل چې "د حافظ ګل بهادر ډلې په نښه کولو متمرکز وو- دا یوه سیمه‌ییزه ډله ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) سره تړاو لري."

    نه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، نه هم د اطلاعاتو وزیر او پاکستاني رسنیو ارګون کې د کرېکټ لوبغاړو په ګډون د ولسي وګړو د وژل کېدو په اړه کومه یادونه کړې ده.

  5. وروستی, مجاهد:‌ د پاکستاني پوځيانو تجاوز ته د ځواب ویلو حق ځان ته محفوظ ګڼو

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر اېکس لیکلي، چې له ژمنې سره سم له پاکستاني اړخ سره په دوحه کې خبرې کېدونکې وې او د دوی دفاع وزیر ملا محمد یقعوب په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی نن دوحې ته ولاړ.‌

    مجاهد زیاتوي، له پاکستان سره له خبرو یوه ورځ وړاندې پاکستان یوځل بیا پکتیکا کې پر ملي خلکو بمبار کړی دی:

    "تېره شپه یوځل بیا د پاکستاني فوځیانو لخوا په پکتیکا کې په ملکي ځایونو هوايي بریدونه وشول چې یو تعداد ملکي هېوادوال په کې شهیدان او ټپیان شول. اسلامي امارت د پاکستاني فوځیانو متکرر جنایت او د افغانستان د حریم نقض په تر ټولو سختو ټکو غندي او داسې کړنې د پارونې عمل او د جګړې د اوږدېدو هڅه بولي."

    د ښاغلي مجاهد په وینا، د پاکستاني پوځيانو تجاوز او د حریم ماتولو ته د ځواب ویلو حق ځان ته محفوظ ګڼي:

    "له دې سره سره چې اسلامي امارت د پاکستاني فوځیانو تجاوز او د حریم نقض ته د ځواب ویلو حق ځان ته محفوظ ګڼي، خو د خپل مذاکراتي ټیم د حیثیت ساتلو او درناوی په منظور دې د اسلامي امارت مجاهدین له نویو تحرکاتو څخه ډډه وکړي.

    موږ یوځل بیا تکرارو چې افغانستان په سولیز حل او سیمیز امن باور لري، خو کوم څه چې پيښيږي هغه ټول د پاکستاني اړخ د تجازونو له امله ده."

  6. د پکتیا ځاځي اریوب کې د پاکستان ضد لاریون

    د پکتیا په اریوب ځاځي ولسوالۍ کې ګڼ کسان د پاکستان ضد او د طالبانو حکومت د امنیتي ځواکونو په ملاتړ په یوه لاریون کې سره راټول شوي وو.

    اریوب هم د ډيورند پر کرښه پرته هغه ولسوالي ده چې په تازه ترینګلتیا کې د پاکستاني سرتېرو او د طالبانو حکومت د پوله‌ساتو ځواکونو ترمنځ نښته پکې رامنځ‌ته شوې وه.

    ورته لاریونونه تر دې وړاندې په ننګرهار او خوست کې هم شوي دي.

  7. وروستی, د افغانستان ملي راډيو تلویزون وايي چې د طالبانو حکومت پلاوي دوحې ته سفر وکړ

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت اړوند ملي راډیو تلویزون د دفاع وزارت د سرچینو له قوله ویلي چې د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو لپاره قطر ته سفر وکړ.

    بي‌بي‌سي په دې اړه د طالبانو حکومت له ویاندانو سره د اړیکې هڅه وکړه خو تر دې دمه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

    خو وړمه ورځ په افغانستان کې د طالبانو حکومت یوې سرچینې بي‌بي‌سي ته منلې وه چې د دفاع وزیر به یې په قطر کې له پاکستان سره د خبرو لپاره د افغان پلاوي مشري وکړي.

    د پاکستاني پلاوي په تړاو لا څه نه دي روښانه شوي خو کتونکي انګیري چې ښايي تر ډېره د امنیتي او پوځي ادارو استازي او مشران به په کې وي.

    وړاندې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي وو چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وروستۍ نښتې او ترینګلتیا د پای ته رسولو لپاره یې قطر ته د منځګړتوب وړاندیز کړی چې په وینا یې "هغوی [قطر] د دې مسئلې د هوارولو لپاره له دواړو لورو سره د جدي خبرو اترو لپاره چمتو دي."

  8. وروستی, د پکتیکا ارګون کې د پېښې په اړه عیني شاهدان څه وايي؟

    د پکتیکا ارګون له پېښې ځينې ژوندي وتلي وايي، تر لومړي برید وروسته چې نور خلک سیمې ته ورټول شول نو بل برید هم پرې وشو او مرګ ژوبله یې واړوله.

    بي‌بي‌سي ته په رسېدلو ویډيوګانو کې د پېښې عیني شاهدان او ژوبل شوي ځينې کسان وايي چې د پاکستان پوځ له لوري د شوو دغو بریدونو قربانیان تر ډېره ملکیان او د کرېکټ هغه لوبغاړي وو چې په شرنه کې تر یوې لوبې وروسته په ارګون کې په یوه کور کې سره راټول شوي وو.

    دلته د دوو عیني شاهدانو قدرت الله او میراجان خبرې اورئ چې په ژوبل حالت کې د پېښې کیسه کوي.‌ میراجان په خپله هم لوبغاړی او د هغه قصاب زوی دی چې پر کور یې بمبار شوی:

  9. وروستی, "د پکتیکا برید کې لس تنه وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل دي"

    که څه هم تر دې دمه د پکتیکا په برید کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې کره شمېرې په لاس کې نه شته خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت اړوند ملي راډيو تلویزون وايي چې په دې پېښه کې لس تنه وژل شوي دي.

    ملي راډيو تلویزون پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي، "د پکتیکا په ارګون او برمل ولسوالیو کې د پاکستاني ملېشو له لوري د شوو بریدونو له امله تر دې دمه د ښځو او ماشومان په ګډون لس کسان شهیدان او ١٣ نور ټپیان شوي دي."

    ځينو عیني شاهدانو ویلي چې د برید قربانیان تر ډېره ملکي خلک او د کرېکټ ځايي لوبغاړي دي چې تر یوې لوبې وروسته هلته په یوه کور کې سره راټول شوي وو.

  10. وروستی, د کرېکټ ملي لوبډلې غړو "پر لوبغاړو د پاکستان برید" غندلی دی

    د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې غړو د پکتیکا په ارګون کې "پر لوبغاړو د پاکستان برید" غندلی، پر پېښه یې خواشيني څرګنده کړې او د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت ویلی دی.

    • راشد خان "ګران وطن باندې د پاکستان بریدونه په کلکه غندم او دغو بریدونو کې د هېوادوالو او کرېکټ لوبغاړو د شهادت له کبله سخت خواشيني یم او تسلیت وایم."
    • محمد نبي "د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ د هغو اتلو لوبغاړو د شهادت خبر راته خورا دردوونکی و چې د کرېکټ له یوې دوستانه لوبې وروسته د پاکستاني پوځي رژیم د بې رحمانه برید ښکار شول. دا پېښه یوازې د پکتیکا نه بلکې د ټول افغانستان د کرېکټ کورنۍ او ملت لپاره ستر غم دی. موږ به د دوی یاد او قرباني هېڅکله هېره نه کړو."
    • حشمت الله شاهدي "په ژوره خواشینۍ او د زړه له درده مې واورېدل چې د پکتیکا ولایت ارګون سیمه کې د پاکستان رژیم په ظالمانه بمبار کې د افغانستان د کورني کرکټ درې تکړه او هیله‌من لوبغاړي شهیدان شوي دي. دا نه یوازې د دوی کورنیو لپاره بلکې د ټول ملت او د سپورټ د کورنۍ لپاره د لوی غم ورځ ده. دوی د سولې، ویاړ او د وطن د رڼا استازي وو، د توپ او بیټ له لارې یې د وطن نوم روښانه ساته خو د جبر تیارو پرې د تل لپاره تور سیوری واچاوه."
    • ګلبدین نایب "په ژوره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ پر بې‌ګناه ولسونو د پاکستان د بزدلانه پوځې رژیم لخوا یو خونړی برید ترسره شوی چې په نتیجه کې یې د کرکټ زلمیان او یو شمېر نور بې‌ګناه وطنوال شهیدان شوي دي. دا برید نه یوازې له انسانیت او اسلامي اصولو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د افغانستان د خپلواکۍ، عزت او ملي غرور پر وړاندې یو ښکاره تجاوز هم دی. د پاکستان د پوځ دا ډول وحشیانه کړنې هېڅکله د افغان ملت اراده نه شي کمزورې کولی، بلکې زموږ د زړورو زلمیانو د وطن‌پالنې روحیه لا پیاوړې کوي."

    د یادولو ده چې د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي‌ چې په دغه برید کې د درو لوبغاړو په ګډون اته تنه وژل شوي او له کبله یې له پاکستان سره راروانې لوبې لغوه کړې دي.

    په پام کې وه چې افغان لوبډله د راروانې نومبر میاشتې په وروستیو کې له پاکستان سره د کرېکټ شل اووریزې لوبې وکړي خو د افغانستان کرېکټ بورډ اوس ویلي چې د دغه برید "قربانیانو ته د درناوي په موخه" یې د دې لوبو د لغوه کولو او پکې د نه ګډون پرېکړه کړې ده.

    پاکستان تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

  11. وروستی, د بشري حقونو نړیوال سازمان: پر لوبغاړو د پاکستاني پوځ بمباري غندو او عاملان یې باید مسؤل وګڼل شي

    د بشري حقونو نړیوال سازمان وايي چې، "د پاکستاني پوځ په بمبارۍ کې د کرېکټ د یوې سیمه‌ييزې لوبډلې د غړو وژل په ترټولو سختو ټکو" غندي او د بشري‌ حقونو نړیوالو بنسټونو باندې یې غږ کړی چې دا پېښه "په بېړني ډول وڅېړي او عاملان یې باید مسؤل وګڼل شي."

    دغه بنسټ وايي چې په دغه برید کې د ملکي‌ خلکو هدف ګرځول د بشري حقونو نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د بشري‌ حقونو له منشوره "جدي سرغړونه" ده.

    د بشري‌ حقونو نړیوال سازمان دا څرګندونې پرخپله اېکس‌پاڼه په یوه اعلامیه کې کړې دي او د دې لوبډلې یو عکس او ویډيو یې هم خپره کړې ده. ورسره لیکلي یې دي چې، "د دغه توپ‌اچوونکي غمجن مرګ چې په دې وروستیو کې یې نړۍ وړتیا ولیده او په ویډيو کې له خپلو اوسنیو وژل شوو ملګرو لوبغاړو سره ښکاري، د دې بې‌دلیله دوښمنیو له کبله رامنځ‌ته شوی ژور انساني تاوان په ګوته کوي."

    د بشري حقونو نړیوال سازمان په خبرپاڼه کې پر ټولو نړیوالو بشري ادارو غږ کړی چې په "بېړني ډول دې دا پېښه او له ولسي افغانانو سره د روان تاوتریخوالي څپه وڅېړي."

    دغه سازمان همداراز د بشري حقونو له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د دې پېښې عاملانو ته سزا ورکړي او د بې‌ګناه خلکو د ژوند خوندیتوب ډاډمن کړي.

  12. وروستی, پر لوبغاړو برید؛ د افغانستان کرېکټ بورډ له پاکستان سره د کرېکټ راروانه لوبلړۍ "لغوه" کړه, نورګل شفق /بي‌بي‌سي پښتو

    د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې پر لوبغاړو د برید له کبله یې له پاکستان سره د کرېکټ راروانې لوبې لغوه کړې دي.

    کرېکټ بورډ ویلي، "د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د هغو اتلو لوبغاړو د شهادت له امله ژوره خواشيني څرګندوي چې له یوې دوستانه لوبې وروسته نن ماښام د پاکستاني رژيم د یوه ناځوانمردانه برید ښکار شوي دي."

    کرېکټ بورډ د درو لوبغاړو عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دي‌ چې "په دې زړه‌بوږنوونکې پېښه کې د ارګون ولسوالۍ د کبیر، صبغت الله او هارون په نوم د درو لوبغاړو په ګډون اته تنه شهیدان شوي او اته نور هېوادوال ټپيان دي."

    د کرېکټ بورډ په وینا، دغه لوبغاړي په شرنه کې تر یوې سيمه‌ييزې لوبې وروسته په ارګون کې یو ځای د دمې لپاره سره راټول شوي وو چې برید پرې شوی دی.

    په پام کې وه چې افغان لوبډله د راروانې نومبر میاشتې په وروستیو کې له پاکستان سره د کرېکټ شل اووریزې لوبې وکړي خو د افغانستان کرېکټ بورډ اوس ویلي چې د دغه برید "قربانیانو ته د درناوي په موخه" یې د دې لوبو د لغوه کولو او پکې د نه ګډون پرېکړه کړې ده.

    د پاکستان کرېکټ بورډ د افغان کرېکټ بورډ دې پرېکړې ته لا کوم غبرګون نه دی په ډاګه کړی او نه هم د پاکستان حکومت د دغه برید په اړه څه ویلي دي.

    وړاندې په افغانستان کې د طالبانو حکومت یوه ولایتي چارواکي د دغه برید په اړه بي‌بي‌سي ته وویل چې له ځايي وخت سره سم د جمعې ماښام "پاکستاني رژيم د پکتیکا ارګون ولسوالۍ په خانه‌دار کلي کې د یوه قصاب کور ویشتلی دی چې ملکي خلک پکې شهیدان او ټپیان دي."

  13. وروستی, ډونلډ ټرمپ: زه د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه حلولی شم, نورګل شفق/بي‌بي‌سي پښتو

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه "په ډېره اسانۍ" حلولی شي.

    ښاغلي ټرمپ نن په سپينه ماڼۍ کې له اوکراييني ولسمشر ولودیمیر زيلېنسکي سره د لیدنې پرمهال په یوه ګډ خبري کنفرانس کې یو ځل بیا ځان د "شخړو حلوونکی" یا "د جګړو دروونکی" یاد کړ.

    ده وویل چې تر اوسه یې د منځني ختیځ په ګډون اته شخړې حل کړې دي او که د اوکرايين او روسیې جګړه هم ودروي نو دا شمېر به نهه شي.

    له همدې سره یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تازه ترینګلتیا ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، "خبر شوی یم چې پاکستان پر افغانستان برید کړی یا دا چې ترمنځ یې برید روان دی، که داسې وي چې زه یې باید حل کړم نو ما ته یې حلول ډېر اسانه دي. له دې سره هممهاله چې زه باید د امریکا اړوند چارې سمبال کړم خو خوښېږي مې چې شخړې حل کړم. ځکه چې زه غواړم خلک له وژل کېدو خوندي کړم او ما میلیونونه میلیونونه زندګۍ ژغورلې دي. زه ګمان کوم چې دا [د اوکرايين-روسیې] جګړې په درولو کې به بریالي شو."

    که څه هم ښاغلي ټرمپ نور جزیات ورنه کړل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ کې هم د اوکرايين او روسیې جګړې په څېر د منځګړي یا روغه جوړه کوونکي په توګه ورښکېلېږي او که نه خو ویې ویل چې دا جګړې د ولسمشرانو تر منځ دي او "زه منځګړیتوب کوونکی ولسمشر یم."

    ښاغلي ټرمپ وویل چې د پاکستان لومړي‌ وزیر هم دی له همدې کبله ستایلی چې ګواکې د خلکو ژوند ژغوري او له همدې امله یې د نوبل سولې جایزې ته د هغه د نوماندولو وړاندیز هم کړی دی.

    ډونلډ ټرمپ دا خبرې په سپينه ماڼۍ کې داسې مهال کولې چې ترې وړاندې د افغانستان له پکتیکا ولایته رپوټونه ورکړل شول چې هلته بیا هم پاکستاني ځواکونه برید کړی دی.

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت یوه ولایتي چارواکي بي‌بي‌سي ته وویل چې له ځايي وخت سره سم د جمعې ماښام "پاکستاني رژيم د پکتیکا ارګون ولسوالۍ په خانه‌دار کلي کې د یوه قصاب کور ویشتلی دی چې ملکي خلک پکې شهیدان او ټپیان دي."

    پاکستاني لوري لا د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

    تمې وې چې دواړه لوري به نن تر دوه ورځني اوربند وروسته خبرې پیل کړي خو د طالبانو حکومت ویلي چې "پاکستان اوربند مات" کړی دی.

  14. وروستی, کابل کې د شمشاد ټلویزون خپرونې تړل شوي

    متعبرو سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د طالبانو حکومت له کابله د خپرېدونکي شمشاد تلویزون او د دغه شبکې ځايي راډیو د بندولو امر کړی.

    تر اوسه روښانه نه ده چې د شمشاد خپرونې ولې تړل شوي.

    شمشاد خپلې ټلویزوني خپرونې په ۲۰۰۶ کال کې پيل کړې، چې کابل کې یو له لومړنیو پښتو ژبو خصوصي ټلویزوني رسنیو بلل کېده.

    دغه ټلویزوني شبکه د فضل کریم فضل په نوم د یوه افغان سوداګر له لوري جوړه شوې چې وړاندې یې د ماین پاکۍ د خدمتونو اداره درلوده.

    تر دې مخکې په کابل کې ځينې نورې رسنۍ هم تړل شوي چې د طالبانو حکومت یې دلیل مالي امکانات او یا هم له واکمنو تګلارو سرغړونه بللې ده.

  15. وروستی, د پکتیکا برید کې ځايي کرېکټ لوبغاړي وژل شوي

    د افغانستان سوېل ختیځ ولایت پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د جمعې ماښام هوايي بریدونو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دی.

    ځايي خلکو ویلي، دغلته د کرېکټ یوه سیالي وه چې د ماښامنۍ پر مهال یو شمېر ځوانان یوه کور ته ټول شوي وو چې هوايي برید پرې شوی.

    د افغانستان کرېکټ بورډ کې یوې باوري سرچینې بي بي سي ته وویل " ټول شهیدان د کرېکټ ځايي لوبغاړي دي."

    پاکستان پر وروستي برید څه تبصره نه ده کړې.

  16. وروستی, د طالبانو حکومت سرچینې وايي پاکستاني ځواکونو پکتیکا کې پر ولسي کورونو بریدونه کړي

    د طالبانو حکومت یوه ولایتي چارواکي بي بي سي ته وویل، له ځايي وخت سره سم د جمعې ماښام مهال "پاکستاني رژیم په پکتیکا ارګون ولسوالۍ، خانه دار کلي کې د یوه قصاب کور ویشتلی دی چې ملکي خلک په کې شهیدان او زخمیان شوي."

    دغه سرچینه وايي په پام کې وه چې سبا د طالبانو حکومت پلاوی له پاکستاني استازو سره د کړکېچ کمولو پر سره خبرې وکړي خو داسې برېښي چې پاکستان اوربند ته ژمن پاتې نه شو.

    وړاندې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې دوی تر هغه چې "تجاوز" نه وي شوی اوربند ته ژمن دي.

    د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

  17. وروستی, ذبیح‌الله مجاهد: تر هغه چې تجاوز ونشي، اوربند ته ژمن یو

    د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بي‌بي‌سي ته ویلي: "اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] هېڅکله هم په چا باندې لومړی برید نه دی کړی او نه هم د جګړې غوښتونکی و. ولې که په موږ جګړه کېږي او زموږ حریم ته درناوی نه کېږي، بیا موږ ځان ته د دفاع حق محفوظ ګڼو."

    ښاغلی مجاهد وايي هغه ورځ د پاکستان په غوښتنه او ټینګار د افغانستان لخوا د اوربند منل شوې هوکړه کې "کومه زماني موده" نه وه یاده شوې.

    نوموړی وایي‌ "البته دا بیا تصریح کوو چې که چېرې زموږ پر ځواکونو باندې څوک برید ورکړي، بیا موږ لپاره د دفاع حق شته".

    هممهاله د ځینو پاکستاني رسنیو لخوا هم داسې رپوټونه خپاره شوي، چې د دواړو خواو ترمنځ دوحه کې د پلان شویو خبرو تر پای پورې د اوربند پر غځېدو هوکړه شوې ده.

    دا ‌څرګندونې داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له نښتو او د پاکستان لخوا پر کابل او سپین بولدک له خونړیو هوايي بریدونو وروسته د ۴۸ ساعته اوربند وخت په پای ته ورسېده.

    له ډېرو سره د جګړې د بیا پیلېدو د احتمال په اړه اندېښنې وې، خو تر اوسه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کومې تازه نښتې رپوټ نه دی ورکړل شوی.

    دا اندېښې له دې کبله هم وې چې دواړو خواو یو بل ته د جګړې د بیا پیلېدو په صورت کې د "پیاوړي ځواب" ګواښونه کول.‌

    خو هممهاله تېرو دوو ورځو کې د دواړو هېوادونو د چارواکو لخوا د خبرو له لارې د ستونزې پر حل هم ټینګار شوی.

    د طالبانو حکومت او پاکستان هوکړه کړې، چې د کړکېچ کمولو او هواري په موخه د قطر په منځګړیتوب دوحه کې خبرې اترې وکړي خو تر اوسه د دغو مذاکراتو د ترسره کېدو د وخت او څرنګوالي دقیق جزییات نشته.

    په ځینو رپوټونو کې ویل شوي چې د پاکستان یو جګپوړی پلاوی دوحې ته رسېدلی او د طالبانو حکومت استازي به هم ژر ورشي.

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت یوې سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي چې قطر کې به له پاکستان سره د خبرو لپاره د افغان پلاوي مشري دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد کوي.

  18. د افغان جغرافیې هغه پټ راز چې د 'امپراتوریو' هدیرې جوړوي

    د پاکستان او افغانستان ترمنځ په تېرو څو ورځو کې پر کرښه له شخړو وروسته د ۴۸ ساعتونو اعلان شوی اوربند نن ماښام شاوخوا شپږ بجې پای ته رسېږي.

    د قطر په منځګړیتوب د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو هڅې روانې دي، ځینې کړۍ د دې شخړې د لا پراخېدو وېره څرګندوي.

    هممهاله افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، چې د هند له نسبتآ اوږده سفره ستون شوی، یوې وینا د خلکو پام ور اړولی دی، څه کې چې د پاکستان له نوم یادولو پرته یو خبرداری هم شته.

    امیر خان متقي په نوې ډیلي کې ویلي وو چې: "د افغانانو حوصله مه ازمایئ او ډېرې ګوتې مه ورسره ماتوئ، که داسې کوئ، نو لومړی له انګریزانو وپوښتئ، له شوروي اتحاده وپوښتئ، له امریکا او ناټو وپوښتئ، چې هغوی درته وښيي چې له افغانستان سره دا لوبه سمه نه ده."

  19. وروستی, اسلام اباد: دمګړۍ دوحه کې د پاکستان او افغانستان [د پلان شویو] خبرو جزییات نه شي‌ شریکېدای

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي‌خان یو ځل بیا ادعا کړې چې 'د هند له اړخه په افغانستان کې د ترهګرو ملاتړ، روزنه او نور فعالیتونه مستند دي.'

    هغه اسلام اباد کې په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې وویل، "پاکستان د ترهګرۍ اړوند د افغان بهرنیو چارو وزیر هغه څرګندونې ردوي، چې په هند کې یې د موجودیت پر مهال کړې او ویلي‌ وو

    چې "ترهګري‌ د پاکستان کورنۍ مسئله ده."

    شفقت علي خان وویل ترهګري‌ د ټولو مسئله ده او یوه هېواد سره تړاو نه شي‌ ورکول کېدای.

    هغه ظاهرآ‌ د پاکستان لخوا په دې وروستیو کې افغانستان کې ترسره شویو هوايي بریدونو ته په اشارې زیاته کړه "پاکستان د ځان د دفاع حق وکاراوه. زموږ موخه او ځوابي دفاعي‌ اقدامات د عامو افغانانو خلاف نه وو... پاکستان پر خبرو اترو باورمن دی."

    خو هغه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له خونړیو نښتو وروسته قطر کې پلان شویو خبرو ته په اشارې وویل:‌ "دمګړۍ دوحه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ‌ د مذاکراتو اړوند تفصیل نه شي‌ وړاندې کېدلی."

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه،‌ "د دواړو هېوادونو سفیران د یو بل هېواد کې موجود دي.‌ د دواړو هېوادونو ترمنځ معمول اړیکې جاري دي."

    شفقت علي‌خان له پاکستانه په زور د افغان کډوالو د ایستل کېدو په تړاو وویل: "پاکستان په خپله خاوره کې د افغان وګړو د موجودیت په تړاو د قانون له مخې اقدامات کوي."

  20. د سپین بولدک دروازه د ستنېدونکو افغان کډوالو پر مخ پرانیستل شوې