د افغان جغرافیې هغه پټ راز چې د 'امپراتوریو' هدیرې جوړوي

    • Author, ناربرټو پریډیس
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

د پاکستان او افغانستان ترمنځ په تېرو څو ورځو کې پر کرښه له شخړو وروسته د ۴۸ ساعتونو اعلان شوی اوربند د جمعې ماښام شاوخوا پنځه نیمې بجې پای ته ورسېد. د قطر په منځګړیتوب د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو هڅې روانې دي، ځینې کړۍ د دې شخړې د لا پراخېدو وېره څرګندوي.

په همدې حال کې، د افغانستان د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي، چې د هند له اوږده سفر وروسته خپل هېواد ته ستون شوی، یوې وینا یې د خلکو پام ور اړولی، څه کې چې د پاکستان له نوم یادولو پرته په کې یو خبرداری هم شته.

امیر خان متقي په نوې ډیلي کې ویلي وو چې: "د افغانانو حوصله مه ازمایئ او ډېرې ګوتې مه ورسره ماتوئ، که داسې کوئ، نو لومړی له انګریزانو وپوښتئ، له شوروي اتحاده وپوښتئ، له امریکا او ناټو وپوښتئ، تر څو هغوی تاسو ته وښيي چې له افغانستان سره دا لوبه سمه نه ده."

د طالبانو ویاند هم په تېرو څو ورځو کې په ورته ټکو یوه ادعا کړې ده.

له ډېرو خلکو سره پوښتنه دا ده چې یو داسې هېواد چې نه منظم پوځ لري او نه هم ډېرې سرچینې، څه ډول د نړۍ ځواکمن هېوادونه چې په تېر کې هلته تللي، ناکام راستانه شوي او ولې نړۍ دا هېواد د امپراتوریو د هدیرې' په نوم پېژني؟

دا یوه داسې پوښتنه ده چې ځواب یې د افغانستان په تاریخ او جغرافیایي موقعیت کې پټ دی. بي بي سي په ۲۰۲۱ کال کې په دې اړه یو راپور خپور کړی و دلته یې لولئ:

په نولسمه پېړۍ کې بريتانوي امپراتورۍ چې هغه مهال د نړۍ تر ټولو پیاوړې ټولواکي وه، په ټول ځواک یې هڅه وکړه چې افغانستان ونیسي. خو په ۱۹۱۹ کال کې بریتانیه اخر خم اړه شوه چې افغانستان پرېږدي او افغانانو ته ازادي ورکړي.

له دې وروسته شوروي اتحاد په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان یرغل وکړ. د هغوی اراده دا وه چې د ۱۹۷۸ کال له کودتاه وروسته واک ته رسېدلی کمونیسټي حکومت له نسکورېدو وژغوري. خو هغوی لس کاله وخت ونیو چې پوه شي، دوی به هیڅکله دا جګړه ونه ګټي.

د بریتانوي امپراتورۍ او شوروي اتحاد ترمنځ یو مشترک شی شته. کله چې دواړو امپراتوریو پر افغانستان یرغل وکړ، دوی د خپل ځواک په اوج کې وو. خو له دې یرغل وروسته ورو ورو دواړه امپراتورۍ د ټوټه کېدو ښکار شوې.

په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ پر افغانستان یرغل وشو او په څو کلونو جګړه کې میلیونونه خلک ووژل شول. ۲۰ کاله وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړه، په دې توګه له دې ځایه د امریکایي سرتېرو وتل او واک ته د طالبانو بېرته راتګ ته لاره هواره شوه.

دا یوه جنجالي پرېکړه وه چې په ټوله نړۍ کې پرې سختې نیوکې وشوې او ولسمشر ټرمپ لا تر اوسه پر پخواني امریکایي حکومت سخته نیوکه کوي. د همدې یوې پرېکړې له امله طالبانو په ډېرې چټکۍ سره د افغانستان پر پلازمېنه کابل واک ټینګ کړ.

بایډن له خپلې پرېکړې دفاع وکړه او ویې ویل چې: "امریکایي وګړي باید په داسې جګړه کې مړه نه شي چې افغانان یې پخپله کولو ته چمتو نه وي."

بایډن د افغانستان د 'امپراتوریو د هدیرې' په توګه د دغه هېواد شهرت یاد کړ او ویې ویل: "که څومره پوځي ځواک هم ولګول شي، یو باثباته، متحد او خوندي افغانستان تر لاسه کول ممکن نه دي."

په وروستیو پېړیو کې، افغانستان د نړۍ د هغو پیاوړو پوځونو لپاره هدیره ثابته شوه چې هڅه یې وکړه پر افغانستان واکمني وکړي.

په پیل کې ښایي دغو یرغلګرو ځواکونو ځینې بریاوې ترلاسه کړې وي، خو په پای کې دوی اړ شول چې له افغانستانه وتښتي.

د افغانستان د تاریخ په اړه د 'افغانستان: د امپراتوریو هدیره' کتاب لیکوال شنونکی ډیویډ اسبي وایي چې: "داسې نه ده چې افغانان ډېر پیاوړي دي، خو په افغانستان کې چې څه شوي، د یرغلګرو ځواکونو د تېروتنو له امله دي."

لوی ځواکمن څه ډول مات شول؟

شنونکی اسبي وایي چې: "که په بې پرېتوب سره وکتل شي، افغانستان یو ستونزمن ځای دی. دا یو پېچلی هېواد دی چې د زیربناوو وضعیت یې ناسم دی، ډېره کمه پرمختیا ده او دا سیمه له هرې خوا په وچه کې را ایساره ده."

هغه وویل: "شوروي اتحاد، بریتانیې یا امریکا، هیڅ یوې امپراتورۍ له افغانستان سره انعطاف ونه ښود. دوی غوښتل پر خپله لار لاړ شي او ولاړل، خو هغوی هیڅکله په افغانستان کې شته پیچلتیاوې درک نه کړې."

ډېر وخت ویل کېږي چې د افغانستان نیول ناممکن دي. دا یوه ناسمه وینا ده: ایرانیان، مغول او سکندر پر افغانستان برلاسي شوي وو. خو دا خبره یقیني ده چې دا داسې زړورتیا ده چې درنه بیه یې باید پرې شي. او دا دې هم په یاد وي چې له دې وړاندې پر کابل یرغل کوونکې وروستۍ درې لویې امپراتورۍ په خپلو هڅو کې سختې ناکامې شوې دي.

بریتانوي امپراتورۍ او درې یرغلونه

د نولسمې پېړۍ ډېره موده کې افغانستان د مرکزي اسیا د کنټرول لپاره د بریتانوي او روسي امپراتوریو ترمنځ د جګړې یو مهم ډګر و.

په دې اړه د روسیې او بریتانیې ترمنځ څو لسیزې دیپلوماتیکې او سیاسي شخړې روانې وې چې په پای کې بریتانیې وګټلې. خو بریتانیې یې ډېره بیه پرې کړه.

بریتانیې پر افغانستان د ۱۸۳۹ او ۱۹۱۹ کلونو ترمنځ درې ځلې یرغل وکړ او ویلی شو چې بریتانیه درې واړه ځلې ناکامه وه.

د ۱۸۳۹ کال په لومړۍ "انګلو افغان" جګړه کې بریتانیې کابل ونیو، ځکه فکر یې کاوه که دا ګام پورته نه کړي، نو روسیه به کابل ونیسي.

له دې امله بریتانیې تاریخي ماتې وخوړه. ځینو قبیلو د نړۍ د تر ټولو پیاوړي هېواد پوځ په ډېرو معمولي وسلو سره دړې وړې کړ.

لویه ماتې

له درې کلن نیواک وروسته افغانستان یرغلګر پوځ تېښتې ته مجبور کړ.

د ۱۸۴۲ کال د جنورۍ پر ۶مه نېټه هغه ۱۶ زره سرتېري چې له بريتانوي کېمپه جلال آباد ته روان شوي وو، یوازې یو بریتانوي وګړی ژوندی راستون شو.

اسبي وایي چې دې جګړې د هند نیمه لویه وچه کې د بریتانیې پراختیايي تګلارې کمزورې کړې او دا تصور یې هم زیانمن کړ چې انګریزان نه ماتیدونکي دي.

څلور لسیزې وروسته بریتانیې یو ځل بیا هڅه وکړه او دا ځل یې یو څه بریا ترلاسه کړه.

له ۱۸۷۸ تر ۱۸۸۰ کاله د دویمې " افغان انګلو " جګړې په پایله کې افغانستان د بريتانیې تر څار لاندې یو دولت شو. خو بریتانیې کابل کې د استوګن وزیر د ساتلو خپله پالیسي هم پرېښوده.

پرځای یې بريتانوي امپراتورۍ یو نوی افغان امیر وټاکه او خپل پوځیان یې له هېواده ویستل.

په ۱۹۱۹ کال کې کله چې دې نوي امیر ځان له بریتانیې خپلواک اعلان کړ، نو دریمه " افغان انګلو " افغان انګریز جګړه پیل شوه.

دا هغه وخت و چې له یوې خوا د بالشویک انقلاب د روسي خطر کم کړ او له بلې خوا لومړۍ نړیوالې جګړې د بریتانیې پوځي لګښتونه ډېر زیات کړي وو. په داسې حالت کې بریتانوي امپراتورۍ کې د افغانستان په لپاره لېوالتیا کمه شوه.

د همدې امله له څلور میاشتنۍ جګړې وروسته بریتانیې بالاخره د افغانستان خپلواکي اعلان کړه.

که څه هم بریتانیا په رسمي ډول په افغانستان کې نه وه، خو دا انګېرنې څرګندیږي چې دوی څو کلونو پورې هلته خپل اغېز او نفوذ ساتلی و.

د شوروي جګړه

د ۱۹۲۰ کلونو په اوږدو کې امیر امان الله خان هڅه وکړه چې په هېواد کې اصلاحات او پرمختیايي سمونې راولي. په دې کې د ښځو د څادرۍ اغوستلو دود ختمول هم شامل وو. د اصلاح غوښتونکو دې هڅو ځینې قبیلې او مذهبي مشران غوسه کړل چې په پایله کې یې کورنۍ جګړه پیل شوه.

د دې کورنۍ جګړې له امله د افغانستان وضعیت د څو لسیزو لپاره کړکېچن پاتې شو او په ۱۹۷۹ کال کې شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ تر څو یو سخت غیر منظم کمونیسټي حکومت په واک کې وساتي.

ډېرو جهادي ډلو د شوروي اتحاد مخالفت وکړ او د هغوی پر وړاندې یې جګړه پیل کړه. په دې جګړه کې مجاهدینو له امریکا، پاکستان، چین، ایران او سعودي عربه پیسې او وسلې ترلاسه کړې.

روسانو پر هغو سیمو او کلیو بانډو ځمکني او هوایي بریدونه وکړل، چې هغوی فکر کاوه دا د ستونزې ریښه ده. د دې له امله ځایي خلک اړ شول چې خپل کورونه پرېږدي، یا مرګ ومني.

په دې یرغل کې ډېره وینه توی شوه. هغه جګړه کې شاوخوا ۱۵ سوه زره کسان ووژل شول او ۵۰ سوه زره کسان کډوال شول.

یو وخت پورې د شوروي اتحاد پوځ وتوانېد چې لوی ښارونه او سیمې کنټرول کړي. خو په کلیوالو سیمو کې مجاهدین نسبتاً آزادانه ګرځېدل.

د شوروي اتحاد پوځ په څو لارو د توندلاریتوب د ختمولو هڅه وکړه خو ګوریلایي جنګیالي ډېر وخت له داسې بریدونو ځانونه ژغورل. په دې جګړه کې ټول هېواد ویجاړ شو.

په همدې حال کې د هغه وخت شوروي مشر میخایل ګورباچوف احساس کړه چې د روسیې اقتصاد د بدلون هڅو سره سره جګړه دوام نشي کولی او هغه په ۱۹۸۸ کال کې د خپلو پوځیانو د ایستلو پرېکړه وکړه.

خو له دې وتلو سره د شوروي اتحاد رنګ ښه پاتې نه شو. افغانستان د شوروي اتحاد لپاره د 'ویتنام جګړه' وګرځېد. دا یوه ډېره قیمتي او شرموونکې جګړه وه چې شوروي اتحاد له خپل ټول ځواک سره سره د ځایي ګوریلایي جنګیالیو له خوا ماتې وخوړه.

اسبي وایي: "شوروي اتحاد په افغانستان کې د مشروع حکومت ادعا په داسې حال کې وکړه چې د شوروي په نظام کې د هغې د حکومت او پوځ ترمنځ جدي او بنسټیزې شخړې وې."

"دا د شوروي اتحاد له تر ټولو لویو تېروتنو یوه وه." له دې وروسته شوروي اتحاد په ماتېدو او وېشلو شو.

امریکایي ماموریت او کاواکه ستنېدنه

په افغانستان کې د بریتانوي او شوروي اتحاد له ناکامو هڅو وروسته، امریکا د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د ملاتړ او د القاعدې د له منځه وړلو په شعار پوځي یرغل وکړ.

د مخکینیو دوو امپراتوریو په څېر، امریکا هم په چټکۍ سره د کابل په نیولو بریالۍ شوه او طالبان یې اړ کړل چې وسلې پر ځمکه کېږدي.

افغان حکومت درې کاله وروسته ټاکنې وکړې خو د طالبانو بریدونو دوام درلود. د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۰۹ کال کې د سرتېرو په زیاتولو سره طالبان پر شاته وتمبول. خو دا کار ډېر وخت ونه پاېده.

په ۲۰۰۱ کال کې د جګړې له پیل وروسته په ۲۰۱۴ کال کې تر ټولو ډېره وینه توی شوه. د ناټو ځواکونو خپل ماموریت بشپړ کړ او مسوولیت یې افغان پوځ ته وسپاره.

له همدې امله طالبانو پر ډېرو سیمو واک ترلاسه کړ. په راتلونکي کال کې پرله پسې ځانمرګي بریدونه ولیدل شو. په دې کې د کابل پارلمان ودانۍ او هوایي ډګر ته نږدې شوي بریدونه هم یادولی شو.

د اسبي په وینا، په امریکایي یرغل کې ډېر څه په ناسمه توګه ترسره شول.

هغه وایي: "له پوځي او دیپلوماتیکو هڅو سره سره، یوه ستونزه دا وه چې امریکا او نړیوالې ټولنې ونشو کولی د پاکستان د نیابتي جګړې مخه ونیسي، څه چې خپله بریا ثابته کړه."

"او دا له نورو لارو ډېر بریالۍ ثابته شوه."

د لوړ لګښت جګړه

که څه هم د شوروي اتحاد جګړې په پایله کې ډېره وینه توی شوه خو امریکایي یرغل له مالي پلوه ډېر د لوړې بیې و.

شوروي اتحاد د افغانستان جګړه کې که دوه میلیارده ډالر په کلني ډول ولګول، نو د امریکا لخوا د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ په کال کې شاوخوا ۱۰۰ میلیارده ډالر مصرف شول.

له کابله د امریکايي پوځيانو وتل د سویلي ویتنام له پېښو سره هم ورته بلل شوی دی.

په کانګرس کې د جمهورپ غوښتونکو ګوند غړي سټیفنک په یوه ټویټ کې لیکلي وو: "دا د جو بایډن سایګون دی."

"په نړیواله کچه یوه کاواکه ناکامي چې هیڅکله به هیره نشي."

د امریکایي پوځیانو له وتلو وروسته د طالبانو ولکې په افغانستان کې یو ډول بشري ناورین رامنځته کړی، چې له امله یې میلیونونه خلک بې ځایه شوي دي.

اسبي وایي چې: "په راتلونکو ورځو کې به دا لیدل مهم وي چې آیا نړیواله ټولنه به د طالبانو حکومت ومني که نه. زه په دې اړه ډېر شکونه لرم."

او که د نړیوالې ټولنې لپاره له طالبانو سره چلند او تعامل سخت شي، نو دا به په زړه پورې وي چې وګورو ایا کوم بل ځواک به د نړۍ د امپراتوریو پر هدیرې (افغانستان) د یرغل خطر پر غاړه واخلي؟