د سوېلي افریقا پخواني ولسمشر ځان پولیسو ته وسپاره او زندان ته لاړ
د عکس سرچینه، EPA
د سوېلي افریقا پخواني ولسمشر جیکوب زوما چې د محکمې له حکم د سرغړونې له امله پر ۱۵ میاشتې بند محکوم شوی بېګا شپه یې ځان پولیسو ته تسلیم کړ او زندان ته لاړ.
ټاکلې وه د یکشنبې په ورځ بند ته لاړ شي، خو ملاتړو یې له کور انساني دېوال جوړ کړ، ځکه پولیسو د چارشنبې تر نیمې شپې وخت ور کړی او ګواښلی یې و، که زندان ته لاړ نه شي، په زور به ونیول شي.
۷۹ کلن زوما د سوېلي افریقا لومړنی ولسمشر دی چې په بند محکومېږي او زندان ته ځي.
نوموړی خپل ټاټوبي زولو ناتال ولایت کې محبوبیت لري او سوېلی افریقا کې د تبعیض پرضد پاڅون کې د نېلسن منډېلا ملګری و.
د عکس سرچینه، Reuters
خو اوس محبس ته تګ او د مالی فساد تور- چې له امله یې له واک لرې شو- ښايي په واکمن ګوند اې اېن سي کې د شرم سبب شي.
سوېلي افریقا کې د بي بي سي خبریال نومسا ماسکو- چې د زوما لوکس کور ته نږدې تللی- وایي، د یکشنبې په څېر د چارشنبې په ورځ هم د نوموړی د کور شاوخوا ډېر پلویان ټول شوي وو او زندان ته یې د نوموړي د تګ مخنیوی غوښت، خو پولیس هم ډېر وو.
هغه زیاتوي د چارشنبې ورځې له ماښام څو ګړۍ وروسته د ګاډو کاروان چې ښاغلی زوما به هم یوه کې و، د نوموړي له کور روان او د پولیسو له خوا ټاکلې نېټې له پای ته رسېدو څو دقیقې مخکې د خپل کور سره نږدې زندان ته یووړل شو.
د نوموړي بنسټ هم لنډ بیان کې لیکي: "ولسمشر زوما پرېکړه کړې چې د بند تېرولو حکم په ځان ومني."
د عکس سرچینه، EPA
ښاغلی زوما له هغه وروسته پر ۱۵ میاشتې بند محکوم شو چې د خپلې نهه کلنې واکمنۍ په موده کې د فساد پلټنو په هکله یې د شاهدي ورکولو لپاره د محکمې له حکم سرغړونه وکړه.
ځینې سوداګر له سیاستوالو سره په ګډو دسیسو تورن دي چې د نوموړي د واکمنۍ پر مهال په پرېکړو کې لاسوهنه کړې ده.
ښاغلی زوما بیا بیا ځان د سیاسي دسیسې قرباني بولي او وايي، عمر او دغه هېواد کې د کورونا خپرېدو حالت ته په پام یې زنداني کول د اعدامولو په مانا دي.
که څه هم نوموړی پر ۲۰۱۸ کال د خپل ګوند افریقا ملي کانګرس له خوا له واک لرې کړل شو، خو بیا هم ګڼ شمېر پلویان لري په تېره خپل ټاټوبي کوازولو ناتال کې
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته