انځورونه: د طالبانو په لاس له ویجاړ شوي بودا سره "یوه شپه"

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو په لاس بامیانو کې د بودا مجسمې د ویجاړولو دوه لسیزې تېرې شوې دي.

د افغانستان په بامیان دره کې له شګلنې ډبرې توږل شوې لرغونې مجسمې یو وخت په نړۍ کې د بودا تر ټولو دنګې مجسمې وې، خو ۲۰ کاله مخکې چې طالبانو والوځولې، د تل لپاره له منځه ولاړې.

د سې شنبې په شپه هلته په محلي څراغونو رڼاګانې جوړې شوې وې او د ۲۰۰۱ کال مارچ میاشت کې د دغو ویجاړو شویو سلګونه کاله لرغونو مجسمو په مناسبت یې مراسم جوړ کړي وو.

دا مجسمې د شپږمې میلادي پېړۍ په لومړی او اومې پېړۍ کې له لویو ډبرو توږل شوې چې هغه وخت بودېزم په سیمه کې دود شوی دین و.

د "یوه شپه له بودا سره" په نامه د مراسمو همغږې کوونکې زهرا حسیني ویلي: "موږ نه غواړو چې خلک دې دلته رامنځ ته شوی وېروونکی جرم هېر کړي".

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، سیمه ییزو خلکو او فعالانو هغې سیمې ته محلي څراغونه لېږدول چې یو وخت د بودا مجسمه پکې نېغه ولاړه وه.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، په سیمه کې سلګونه کسان راغونډ شوي وو

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، یو افغان پولسو ددغو مراسمو امنیت ته ولاړ دی

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، یوه ښځه د مجسمو سیمه کې انځور اخیستو ته ځان چمتو کوي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، یوه نڅاګره د مراسمو پرمهال محلي دریا وهي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د امراسم د بودا مجسمې تر ویجاړېدا ۲۰ کاله وروسته جوړ شوي، طالبانو د بودا مجسمې د ۲۰۰۱ کال په مارچ میاشت کې ویجاړې کړې- د صلصال په نامه د بودا مجسمه ۵۶ متره (۱۵۵ فوټه) لوړه وه

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د بامیانو د بودا مجسمې ته پر غځېدلې لار، چې یو وخت به د بودا مجسمه له لیرې ښکارېده، اوس تشه ښکاري.

.