د استاد ګل زمان ژړا؛ حکومت او خلکو هېر کړی یم

د عکس تشریح، ګل زمان ته په وروستیو کلونو کې افغان موسیقۍ ته د ډېر خدمت له امله د استادي لقب ور کړل شو.

په وروستیو ورځو کې په افغان خواله رسنیو کې د استاد ګل زمان هغه وېډیو لاس په لاس کېږي، چې له کمزوري اقتصادي وضعیته ژاړي.

د خواله رسنیو افغان کاروونکو د خصوصي اریانا تلوېزیون "بنډار له نجیبې سره" پروګرام کې په دې موخه د استاد ګل زمان د ژړا وېډیو شریکه کړې ده، چې حکومت او سوداګر د افغان فولکلوریکې موسیقۍ د دغه خدمتګار لاسنیوی وکړي.

ګل زمان ته په وروستیو کلونو کې افغان موسیقۍ ته د ډېر خدمت له امله د استادي لقب ور کړل شو.

د افغانستان دغه نوموتي سندرغاړي په کور دننه او بهر مینه وال لري. استاد ګل زمان له یوه خصوصي ټلویزیون سره په یوې خپرونه کې وايي، له دې سره سره چې ده افغان موسیقۍ او فرهنګ ته پام وړ کار کړی خو په وینا یې اوس هم حکومت او هم خلکو هېر کړی دی.

د استاد ګل زمان په وینا، په کابل کې په کرایه کور کې د ژوند سختي شپې او ورځې سبا کوي. ښاغلی زمان له ولسمشر محمد اشرف غني د لاسنیوي غوښتنه کوي.

استاد ګل زمان په ۱۳۱۶ هـ ش کال په خوست زېږېدلی دی.

لومړی یې داریه (چمبه) وهلې او په ۱۳۴۳ کال کې د افغانستان په ملي راډیو ټلویزیون کې یې سندرې پیل کړې دي. لومړنۍ سندره یې د "غونډې منډې" په نوم سندره ثبت کړه.

په افغانستان کې عمر خوړلو هنرمندانو سترګې د دغه هېواد اطلاعات او کلتور وزارت ته وي.

د دغه وزارت فرهنګي مرستیال رسول باوري وايي، وزارت ته یې د هغو هنرمندانو لپاره، چې وریښتان یې افغان موسیقۍ ته په خدمت کې سپین کړي وي، د مرستې پروګرام نه لري، خو د افغانستان ملي راډیو و ټلویزیون وايي د استاد ګل زمان په ګډون نژدې ۳۰ هنرمندانو ته د تقاعد سربېره، د میاشتې څه باندې لس زره افغانۍ هم ور کوي.

ګل زمان اوس لکړه ګرځوي او د سندرو ویلو هم نه دی. ده د افغانستان په ملي راډیو و ټلویزیون کې نژدې ۹ سوه سندرې ثبت کړې دي.