مصر ۵۰ کاله وروسته ټوغ شوی هرم سیلانیانو ته پرانیست
مصر په دهشور لرغونو اثارو سیمه کې ټوغ شوی هرم له ۱۹۶۵ کال راپدېخوا په لومړي ځل د سیلانیانو لپاره پرانستی دی. ددغه هرم د ترمیم چارې روانې وې.
د عکس سرچینه، EPA
د دغه ټوغ هرم لرغونتوب د لرغوني مصر د څلورمې واکمنې کورنۍ پاچا سنفرو پورې رسېږي، چې له میلاد ۲۶۰۰ کاله مخکې یې واکمني کړې ده، دا هرم په اصل کې په یوه ډېره ښویېدونکې سیمه کې جوړ شوی.
د عکس سرچینه، EPA
د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
د سره هرم پرتله د دغه هرم نېغ اړخونه بېله بڼه لري.
د عکس سرچینه، Reuters
دا هرم پر نرمه خټه جوړ شوی، چې د مستقیم پاتې کېدو امکان یې کم و.
د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
د مومیا اړوندو پوهانو هلته نیمګړي لرګین ماسکونه وموندل، د ډبرو توږلو ځینې نورې الې یې وموندې.
د عکس سرچینه، AFP/Getty Images
د مصر د لرغونو اثار وزیر خالد العناني ویلي، دغه او په سیمه کې نور هرمونه د ملګرو ملتونو د یونیسکو اسزمان د نړیوالو میراثونو په لیست کې شته.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته