د افغانستان او انګلستان له کرېکټ لوبې وروسته 'کلاسیک' هنري اثر لیلامېږي
د عکس سرچینه، SOTHEBY'S
د کرېکټ نړیوال جام په ترڅ کې به د افغانستان او انګلستان تر لوبې وروسته د ایل ایس لورې یو هنري شاهکار چې ماشومان پکې د کرېکټ لوبې حال کې لیدل کېږي، له لیلامۍ مخکې نندارې ته وړاندې کېږي. منتظیمن تمه کوي چې دغه انځور به د ۸۰۰ زره پاونډو پورې بیه ومومي.
دغه نایابه پنځونه چې لږ کسانو لیدلی، د کرېکټ نړیوال جام پر مهال لندن کې پلور ته وړاندې کېږي او دا مهال د هنري پنځونو ټولونکو نیل او ګینا سمیت ملکیت دی.
د جون پر ۱۸ نېټه به دغه انځور د افغانستان او انګلستان تر منځ په اولډ ټرېفډ کرېکټ لوبغالي کې له سیالۍ وروسته د لورې پلرنۍ سیمه سټرېټفرډ کې پلور ته وړاندې شي.
دغه تصویر لومړی ځل ۱۹۹۶ کال کې د ۲۸۲ زره پاونډو بدل کې وپلورل شو، چې دا د نوموړي هنرمند د یوه انځور لپاره تر ټولو لوړه بیه وه. تصویر به له لیلامۍ مخکې د پنځو ورځو لپاره د لندن سالفورډ ګالرۍ کې نندارې ته ایښی وي.
د معاصر برتانوي هنرونو یو ماهر سایمن هیوکر وايي: دغه انځور د ډېرو دلیلونو له کبله یو کلاسیک دی. لورې د شلمې پېړۍ پیل کې د شمال صنعتي ښارونو سخت حالت انځوروي او بیا دغه انځور کې د کرېکټ لوبه کې د ماشومانو ګډون ننداره دغه انځور تر ډېره حده بې ساري کوي.
د سوتهبې هنري اثارو لیلامۍ ادارې یوه ویانده وايي، لورې په خپلو اثارو کې د کرېکټ خورا کمه انځور ګري کړې او یوازې د یوې رسمي سیالۍ انځور یې په اثارو کې وینو. د ۱۹۳۸ کال کې انځور شوی (یوه کرېکټ لوبه) انځور به د جون له ۱۴ تر ۱۷ نېټې پورې نندارې ته وړاندې شي.
د عکس سرچینه، PA
ماهرین وايي، تمه کېږي چې دغه تصویر به د اته سوه زره او یو اعشاریه دوه میلیون پاونډو تر منځ ارزښت ومومي.
د همدې انځور ګر یو بل اثر چې ( د فوټبال لوبه) نوم ورکړل شوی، ۲۰۱۱ کال کې د پنځه اعشاریه شپږ میلیونو پاونډو بدل کې پلورل شوی دی او دا تر اوسه د یاد انځور ګر د یوه انځور لپاره تر ټولو لوړه بیه بلل کېږي.
ایل ایس لورې ۱۸۸۷ کال کې د برتانیا په مانچسټر کې زېږېدلی و او په خپلو اثارو کې د کارګر قشر انځورولو له کبله ډېر مشهور و. لورې داسې حال کې هنرونه ولوستل چې د ورځې لخوا به یې کرایه ټولوله.
لومړي سر کې نوموړي د انځورګرۍ لپاره کومه اسانتیا هم نه درلودله او ان له کوره بهر به یې د کاغذ پر ټوټو هم انځورونه کښل. نوموړی لومړی ځل ۱۹۳۹ کال کې لندن کې د خپلو انځورونو یو ځانګړی نندارتون جوړ کړ او له هغه ځایه د هېواد په کچه مشهور شو.
لورې د ۸۸ کلونو په عمر ۱۹۷۶ کال کې لندن کې څو میاشتې له هغه مخکې ومړ چې ټاکل شوې وه، شاهي اکاډیمۍ کې یې انځورونه یوه نندارتون کې وړاندې شي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته