صحرا دښته په یوه پېړۍ کې لس سلنه پراخه شوې

صحرا د نړۍ تر ټولو ستره دښته ده. خو اوس نوره هم په خورېدو ده. دا دښته په یوه پېړۍ کې لس سلنه پراخه شوې.

یوې نوې څېړنې موندلې چې صحرا د سویل په لور په خورېدو ده او سودان او چاد هېوادونو ته پراخېږي.

دې دښتې نه یوازې زرغونې سیمې په شاړو دښتو بدلې کړي، بلکې اوس یې د کرکېلې سیمې هم له ګواښ سره مخ کړې دي.

د صحرا بشپړ پراخوالی ۹۲ کیلومتر مربع دی، خو په تېره یوه پېړۍ کې په دې کې د پاکستان هېواد په کچه زیاتوالی راغلی.

د چاپېریال مجلې د څېړنې له مخې ساینسپوهان په دې نظر دي چې دا د چاپېریال د بدلون له امله شوي.

په یوه نوې څېړنه کې ساینسپوهانو له ۱۹۲۰ څخه راوروسته په افریقا کې کېدونکی کلنی باران ثبت کړی او دا یې څرګنده کړې چې د انسان په لاس په چاپېریال کې بدلون دغه سیمه له دې حالت سره مخ کړې.

دا ساینسپوهان باور لري چې دغه چاره به راتلونکي کې هم دوام وکړي.

د دغې څېړنې یوه پروفیسور ویلي چې څېړنې یوازې تر صحرا دښتې پورې محدودې نه دي بلکې ټوله نړۍ پکې راځي.

په نړۍ کې د وګړو د شمېر زیاتېدو سره د دښتو په شاوخوا کې د اوسېدونکو شمېر هم زیات شوی چې دا پخپله د دښتو د زیاتېدو لامل ګرځي.

یوه بله څېړنه بیا ښيي چې په افریقا کې د ګرمۍ موسم لا نور په ګرمېدو دی، خو د ژمي موسم بیا ورو ورو لنډ او مخ پر تودوخه دی، دا بدلون پخپله د وېرې حالت زېږوي.